
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وايي چې نن پنجشنبه، د تلې ۹مه، په کونړ او هلمند ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د وژل شویو ډېری کسان ماشومان دي او ملکي وګړي لا هم د سرحدي نښتو له امله اغېزمن کېږي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یو ځل بیا پر «تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، د نړیوالو قوانینو درناوي او ملکي وګړو ته د لا زیان د مخنیوي» پر اړتیا ټینګار کړی دی.
پاکستان نن سهار وختي د کونړ او هلمند ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړی چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې د «غضبللحق» عملیاتو په دوام کې، په افغانستان کې د «فتنه خوارج» او «فتنه هندوستان» په نوم د ترهګرو ډلو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو په دوو سیمو کې پلان شوي او دقیق هوايي بریدونه ترسره شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې ۲۲ ترهګر وژل شوي او همداراز په یادو پټنځایونو کې ساتل شوې د وسلو او مهماتو ډېره اندازه له منځه وړل شوې ده.
