د اسرائیلو چارواکي: د فلای‌دبي الوتکې پېښه ښايي «ناکامه ترهګریز برید» وي

photo: Mohammadreza Farhadi Aref / Wikimedia Commons

د رویټرز خبري اژانس د دریو اسرائیلي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د فلای‌دبي الوتکې له تل‌ابیب څخه د مسیر بدلولو او په سعودي عربستان کې د هغې د ښکته کېدو پېښه ښايي «ناکامه ترهګریز برید» وي.

دغو چارواکو ویلي چې له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته د الوتنې مرستیال پیلوټ ظاهراً د یوې احتمالي «ترهګریزې» هڅې په ترڅ کې اصلي پیلوټ په چاړه ټپي کړی، چې له امله یې الوتکې مسیر بدل کړی او په سعودي عربستان کې یې بیړنۍ ناسته کړې ده.

د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګویر هم ویلي چې د الوتکې بیړنۍ ناسته د یوه «ترهګر» د شتون له امله شوې، چې غوښتل یې الوتکه نسکوره او اسرائیلي وګړي ووژني.

هغه زیاته کړې: «دا ساده‌لوحانه تصور چې زموږ دښمنان د انسان ژوند ته ارزښت ورکوي او موږ باید پرې زړه وسوځوو، نن سهار یو ځل بیا د هغه ترهګر په شتون سره وننګول شو چې غوښتل یې الوتکه نسکوره کړي او په الوتکه کې سپاره ۱۸۰ اسرائیلیان ووژني.»

رویټرز لیکلي چې اسرائیلي چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له خبریالانو سره خبرې کړې، ویلي چې د اسرائیلو اوسنۍ ارزونه دا ده چې دا پېښه یوه «ناکامه ترهګریزه حمله» وه او له پیلوټانو څخه د رواني روغتیا له ستونزو سره هېڅ تړاو نه لري.

دغو چارواکو څخه یوه یې بریدګر د عمان تبعه بللی دی.

د عمان چارواکو او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر سمدستي د څرګندونو لپاره د غوښتنو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

د متحده عربي اماراتو د فلای‌دبي شرکت د FZ1073 شمېرې الوتکه، چې نن سهار له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته روانه وه، کله چې د اردن هوايي حریم ته ورسېده، پرله‌پسې څو بیړني پیغامونه واستول، مسیر یې د سعودي عربستان پر لور بدل کړ او په پای کې د تبوک په هوايي ډګر کې ښکته شوه.

د سعودي عربستان د تبوک هوايي ډګر ویلي چې دواړه پیلوټان له ټپي کېدو وروسته روغتون ته انتقال شوي دي.

دا پېښه په داسې مهال شوې چې په اسرائیلو کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي او د دغه هېواد د ټاکنو تر ترسره کېدو یوازې څو اوونۍ پاتې دي. دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس په مشرۍ له بریدونو وروسته د اسرائیلو لومړنۍ ټاکنې دي او د اسرائیلو امنیت د انتخاباتي کمپاینونو له مهمو موضوعاتو څخه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته