د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو آوا خبري اژانس او تبیان فرهنګي مرکز تړلي

Photo: Ava

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو په کابل کې د «افغان غږ» (آوا) خبري اژانس او د تبیان فرهنګي مرکز دفترونه تړلي دي.

دغه مرکز د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو تېره پنجشنبه (د تلې ۲مه) د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د آوا خبري اژانس او تبیان فرهنګي مرکز دفترونه تړلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د آوا خبري اژانس خبریال ضامن‌علي چاوشي او د تبیان فرهنګي مرکز پنځه کارکوونکي د طالبانو د عدلیې وزارت ته احضار شوي وو او له وزارت ته تر ننوتلو وروسته نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغان غږ خبري اژانس د دفتر تړل کېدل او د دغه رسنۍ د خبریال ضامن‌علي چاوشي نیول په کلکه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دغه خبریال ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي.

دغه مرکز همداراز د افغان غږ د دفتر د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې رسنۍ کارکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې له ګواښ او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل کار په ازادانه توګه ترسره کړي.

تبیان فرهنګي مرکز او د افغان غږ (آوا) خبري اژانس د سید عیسی حسيني مزاري له خوا اداره کېږي. نوموړي په خپلو ویناوو کې څو ځله د طالبانو د سیاستونو ملاتړ کړی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو د حسيني مزاري اړوند فرهنګي مرکز او رسنۍ د څه دلیل له مخې تړلي دي. د طالبانو د عدلیې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د کابل په شیعه‌میشتو سیمو کې څو دیني او ښوونیز مرکزونه او همداراز یو روغتیايي مرکز هم تړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته