د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ د قلوچ سیمې اوسېدونکو د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی او ګټې اخیستنې ته یې سپارلی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان ,وايي، دغه روغتیايي مرکز د قلوچ سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري، د اقتصاد ریاست استازو، د یار تطبیقوونکې مؤسسې مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخي ددغه مرکز پرانيستي مراسم د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول شوي دي.
د غزني د عامې روغتیا رئیس د سیمې د خلکو دغه اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې د یاد مرکز له فعالیت سره به د قلوچ سیمې اوسېدونکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول اسانه شي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې خلک د روغتيايي خدمتونو څخه بي برخې دي.
