په غزني ولایت کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې د یوه وژل شوي کس جسد موندل شوی دی.
دغه سرچینه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي، اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل چې د دغه کس، چې په څېره د هزاره قوم ښکاري، جسد تېره شپه د غزني د قرهباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوی دی.
سرچینې ویلي چې یاد کس په مرموز ډول وژل شوی او زیاتوي چې جسد یې په یوه ځمکه کې غورځول شوی و.
د دغې سرچینې په وینا، د وژل شوي کس د هویت او وژل کېدو په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د سیمې خلکو د وژل شوي پاخه عمر لرونکي کس جسد د کورنۍ موندلو په موخه د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.
