په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د سپین بولدک ولسوالۍ کې د دې ډلې د ځواکونو او وسلهوالو مخالفانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.
د کندهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي، دا نښته نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) د سپین بولدک ولسوالۍ په «کمیسیون مانده» سیمه کې شوې ده.
هغه په دې نښته کې د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې نښته کې لږ تر لږه د طالبانو یو غړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند په دې نښته کې ښکېل کسان د «شر او فساد غړي» بللي او ویلي یې دي چې هغوی غوښتل د سپین بولدک امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.
ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دا نښته نن مازیګر هغه مهال پیل شوه، چې وسلهوالو د طالبانو د ځواکونو پر یوه موټر ډزې وکړې. د سرچینو په وینا، نښته شاوخوا یو ساعت روانه وه.
طالبان د خپلو وسلهوالو مخالفو ډلو، په ګډون د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او «د افغانستان د ازادۍ جبهې» د غړو لپاره د «شر او فساد» اصطلاح کاروي.
د طالبانو مخالفو جبهې تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
