د بشري حقونو څار سازمان له فرانسې غوښتي چې د افغانستان هغو سیمو ته د کډوالو د ایستلو هر ډول طرحه ودروي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د دغه سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، له فرانسې څخه د افغان کډوالو ایستل هغوی د ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ کوي، چې د بشري حقونو په برخه کې د فرانسې له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
د فرانسې حکومت په دې وروستیو کې تایید کړې چې افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو د اسانتیا لپاره یې له طالبانو سره «تخنیکي خبرې اترې» پیل کړې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو خبرو موخه «د هغو افغان وګړو ایستل اسانه کول دي چې د فرانسې په قلمرو کې په ناقانونه توګه حضور لري او د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي».
د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې له طالبانو سره دغه «تخنیکي خبرې اترې» د افغان کډوالو په اړه د فرانسې په تګلاره کې «خطرناک بدلون» بللی دی.
هغې زیاته کړې چې د فرانسې چارواکي وايي، د دغو خبرو اترو لمن محدوده ده، خو تر اوسه یې هېڅ تضمین نه دی وړاندې کړی چې د ځانګړي خطر له ګواښ سره مخ کسان، په ځانګړي ډول ښځې، به له زیان او ځورونې خوندي وساتل شي.
عباسي ویلي: «د کډوالو د بېرته ستنولو په بهیر کې له طالبانو سره د فرانسې همکاري په دې معنا ده چې فرانسه له داسې ډلې سره په بشپړ پوهاوي همکاري کوي چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو مسووله ده او خلک په سیستماتیک ډول ځپي.»
هغې ټینګار کړی چې تر هغه وخته چې طالبان د بشري حقونو پراخو سرغړونو ته دوام ورکوي، هېڅ هېواد باید پناه غوښتونکي اړ نه کړي چې افغانستان ته بېرته ستانه شي.
د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې ویلي: «فرانسه باید افغانستان ته د افغانانو د ایستلو هر ډول طرحه ودروي. همداراز، د کډوالۍ د کنټرول په برخه کې هر ډول همکاري باید په داسې وسیله بدله نه شي چې خلک بېرته داسې هېواد ته واستول شي چې هلته د ځورونې یا تر دې هم د سختو پایلو له واقعي خطر سره مخ کېږي.»
د طالبانو او فرانسې ترمنځ خبرې وروسته له هغې ترسره شوې چې د طالبانو یوه پلاوي بروکسل ته سفر وکړ او د کډوالو د ایستلو په اړه یې د اروپايي کمېسیون له غړو هېوادونو سره خبرې وکړې.
د جرمني په ګډون د اروپا یو شمېر نورو هېوادونو هم له طالبانو سره افغانستان ته د کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي. جرمني په تېرو یوه کال کې له طالبانو سره د هوکړې له مخې ۲۶۳ کډوال افغانستان ته شړلي دي.
له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو په اړه د اروپايي هېوادونو خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دغه ډله پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او قومي، مذهبي او جنسیتي لږکیو د حقونو په نقض تورنه شوې ده.
همداراز، ګڼ راپورونه خپاره شوي چې طالبان افغانستان ته بېرته ستانه شوي کډوال نیسي او شکنجه کوي.
