د افغانستان د شیعهګانو مرجع تقلید آیتالله واعظزاده بهسودي وايي، هغه ستونزې چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د شیعهګانو پر وړاندې رامنځته شوې، د رسنیو له لارې نه مطرح کوي او که له طالب چارواکو سره «یوه پټه غونډه» جوړه شي، «هلته به هر څه ووایي».
ښاغلي بهسودي چې نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) په کابل کې خبرې کولې، وویل چې رسنۍ «هغه څه نه وايي چې واقعیت لري» او زیاته یې کړه، که ستونزې په مجازي فضا او رسنیو کې مطرح شي، «د ګټې پر ځای زیان رسوي».
هغه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دی د یوه «خیرخواه» په توګه راڅرګند شوی، «مشورې یې ورکړې، خیرخواهي یې کړې، لارښوونه او نصیحت یې کړی» او له دې وروسته به هم د ځینو «نیمګړتیاوو او عیبونو» د لرې کولو غوښتنه وکړي.
واعظزاده بهسودي د نننیو خبرو په یوه برخه کې پر رسنیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې «ځینې رسنۍ» خلک «شر ته رابولي»، «پر اور تېل شیندي» او «خبرونه دومره تودوي چې ویونکی ترې هېڅ خبر نه وي».
آیتالله واعظزاده بهسودي تر دې وړاندې هم څو ځله د شیعهګانو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې دي. هغه د روان لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې په لوېدیځ کابل کې یوې وینا ته وویل چې د شیعهګانو د ستونزو اورېدو لپاره د طالبانو حکومت غوږونه «کاڼه» دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د روان کال د زمري په میاشت کې په لوېدیځ کابل کې د ښاغلي واعظزاده تر مدیریت لاندې دفتر او مدرسه وتړله، خو دغه مدرسه شاوخوا اووه ورځې وروسته بېرته پرانیستل شوه.
