د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش وړاندیز کړی چې په ۲۰۲۷ میلادي کال کې د «افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم» د پیاوړتیا لپاره ۳.۲ میلیونه ډالر ځانګړي شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه وړاندیز پرون (سهشنبه، د تلې ۲۱مه) د ملګرو ملتونو پنځمې کمېټې ته د دغه سازمان د نوې بودیجې د وړاندې کولو پر مهال مطرح کړی دی.
ګوټېرېش ویلي: «دا اضافي سرچینې د یاد میکانېزم د فعالیتونو د پراختیا لپاره، هم د بستونو او هم له بستونو سره د نه تړلو لګښتونو په برخه کې، اړینې دي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې په نویو تعدیلاتو کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له دفتر څخه د بستونو د کمولو لګښتونه د نویو بستونو په رامنځته کولو او د ځینو بستونو په بدلولو جبران شي.
ګوټېرېش د ۲۰۲۷ کال لپاره د ملګرو ملتونو د بودیجې وړاندیز درې میلیارده او ۳۰۲ میلیونه امریکايي ډالر ښودلی او ویلي یې دي چې په دې بودیجه کې ۱۱ زره او ۱۵۰ بستونه شامل دي.
هغه زیاته کړې چې په نایروبي کې د سترو ساختماني پروژو او په جنیوا کې د ستراتیژیک میراث د طرحې په حسابولو سره، دغه اندازه درې میلیارده او ۴۰۸ میلیونه امریکايي ډالرو ته لوړېږي.
انتونیو ګوټېرېش ویلي چې دغه بودیجه د ۲۰۲۶ کال له تصویب شوې بودیجې سره په پرتله شاوخوا ۱.۲ سلنه کموالی ښيي، چې ۴۰.۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دغه بودیجه به د سازمان د درېیو اساسي برخو، یعنې سولې او امنیت، دوامدار پرمختګ او بشري حقونو اړوند فعالیتونو لپاره ولګول شي.
