د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د هند د سفارت له شارژدافیر یتین پټېل سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، د تلې ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې متقي او پټېل د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي، طالبان له هند سره اړیکو ته د «متوازن سیاست» پر بنسټ اهمیت ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه مخ پر زیاتېدو ده او د دواړو لورو له ظرفیتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې لپاره اړینه ده چې د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ اړیکې او همکاري پراخه شي.
یتین پټېل ویلي، هند له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې د اړیکو او تعامل پراختیا غواړي.
طالبانو له هند سره پیاوړې اړیکې جوړې کړې دي. که څه هم هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په نوي ډیلي کې یې د افغانستان سفارت دې ډلې ته سپارلی دی.
له پاکستان سره د پوځي نښتو او د اقتصادي تعامل له پرې کېدو وروسته، طالبان هند ته ډېر متمایل شوي او له نوي ډیلي سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې د ایران په سوېل کې د چابهار بندر پر پانګونې تمرکز کړی دی.
