پر نجونو د طالبانو د زده کړو د بندیز پنځم کال روان دی، خو د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده په کندهار کې ویلي چې «تعلیم او تربیه او د علم زده کړه فرض او ضروري ده».
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، هبتالله اخوندزاده په یوه جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال ویلي: «د دې لپاره چې فسادونه له منځه ولاړ شي او اصلاح رامنځته شي، پر خلکو او علماوو واجب دي چې د تعلیم، زده کړې او دیني زده کړو لړۍ روانه وساتي، څو په دې توګه دین پاتې شي.»
د هبتالله اخوندزاده په خپره شوې وینا کې د نجونو زده کړو ته هېڅ اشاره نه ده شوې.
داسې ښکاري چې د طالبانو د مشر موخه له تعلیم، تربیې او د علم له زده کړې څخه په دیني او جهادي مدرسو کې زده کړې دي. په تېرو پنځو کلونو کې د هغه په امر په ټول افغانستان کې زرګونه دیني مدرسې جوړې شوې دي. د دغو مدرسو پراختیا د ښوونیز چاپېریال پر ایډیالوژیک نفوذ او د هغې پر پایلو اندېښنې راپارولې دي.
د طالبانو مشر په کندهار کې ویلي چې الله تعالی «د چا لپاره چې د خیر اراده وکړي، هغه د خیر په کارونو بوختوي او دیني پوهه ورپه برخه کوي».
هبتالله اخوندزاده د جهادي مدرسې زدهکوونکو ته زیاته کړې: «د الله جل جلاله شکر ادا کړئ، ځکه د دیني علومو زده کړه د الله په لار کې جهاد دی او دا د الله تعالی یو خوښ صفت دی چې په چا کې یې پیدا کوي.»
ملا هبتالله د جهادي مدرسې زدهکوونکو ته ویلي چې «د علم په زده کړه کې دنیوي موخې مه تعقیبوئ. علم د دې لپاره مه زده کوئ چې په دنیا کې څوک درته قدر او عزت درکړي یا کوم مقام ترلاسه کړئ».
طالبانو په تېرو وختونو کې له دیني مدرسو څخه خپل جنګیالي جذبول. اوس مهال د دې ډلې ټول غړي د دیني مدرسو فارغان دي چې ډېری یې په پاکستان کې زده کړې کړې دي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، خو په همدې موده کې یې دیني مدرسې پراخې کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر له پنځو زرو څخه د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې څه باندې ۲۳ زرو ته لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو لهخوا د دیني مدرسو پراختیا ښايي د افغانستان ټولنیز جوړښت بدل کړي. هغه ویلي چې د خپلو اولادونو په چلند کې د بدلون په اړه یې د کورنیو اندېښنې اورېدلې دي.
د هغه په وینا، نوموړي څو ځله د هغو کورنیو اندېښنې اورېدلې چې زامن او وروڼه یې په دیني مدرسو کې زده کړې کوي او د هغوی په لیدلوري او چلند کې بدلونونه ویني.
بېنټ ویلي چې ځینو ښځو او نجونو راپور ورکړی چې په دیني مدرسو کې زدهکړې کوونکي زامن او وروڼه یې د دوی د چلند، په ځانګړي ډول د جامو اغوستلو د طریقې په اړه، کنټرولوونکي شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي یو ځل بیا د اوسني ښوونیز بهیر، په ځانګړي ډول په دیني مدرسو کې د زده کړو، د راتلونکو امنیتي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
