شمالي کوریا د خپلو وسلو د ازموینو په دوام، په مصنوعي ځیرکتیا سمبال یو سمندري تورپیډو ازمویلی دی.
د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) په حواله راپور ورکړی چې دغه ازموینه د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، دغه تر اوبو لاندې ازموینه د شمالي کوریا د سمندري ځواکونو په وړتیاوو کې د پام وړ بدلون ښيي.
یونهاپ لیکلي چې د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس دغه سمندري تورپیډو «زام-۲» نومولی دی.
زام-۲ د راکټي محرک په وسیله حرکت کوي او د خپلو عملیاتو د مدیریت لپاره په مصنوعي ځیرکتیا سمبال شوی دی.
یونهاپ زیاته کړې چې د شمالي کوریا د دې ادعا په پام کې نیولو سره چې پر دغه تورپیډو یې د راکټي محرک سیسټمونه نصب کړي او د هغه د چټکتیا لپاره یې د «لوړ سرعت» اصطلاح کارولې، کارپوهان اټکل کوي چې ښايي دا یو «سوپرکاویټېشن تورپیډو» وي.
سوپرکاویټېشن تورپیډو د ډېر لوړ سرعت لرونکی تورپیډو دی چې د خپلې مخکینۍ برخې په شاوخوا کې د هوا د یوې حباب په جوړولو سره د اوبو مقاومت کموي او د عادي تورپیډوګانو په پرتله په خورا لوړ سرعت حرکت کولای شي.
ویل کېږي چې نور هېوادونه هم د داسې چټکو تورپیډوګانو د جوړولو هڅې کوي، خو د عملي کارونې په پړاو کې له تخنیکي ستونزو سره مخ شوي دي؛ په ځانګړي ډول، تر اوبو لاندې په لوړ سرعت کې د دغو وسلو د سمې لارښوونې او کنټرول ساتل یوه مهمه ننګونه ده.
د «کیونګنام» پوهنتون استاد لیم اول چول په دې اړه ویلي: «داسې ښکاري چې د دې ازموینې موخه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د یوه چټک تورپیډو ښودل وو؛ داسې وسله چې ژر پېژندل او ترې تېښته ستونزمنه ده او کولای شي د جنوبي کوریا د سمندري ځواکونو مهمې سطحي بېړۍ په نښه کړي.»
شمالي کوریا د وسلو د ازموینو له لارې غواړي خپلې سمندري وړتیاوې پیاوړې کړي. په تېرو پنځو کلونو کې یې په دې برخه کې تر ۱۸۰ ډېرې ازموینې ترسره کړې دي.
پیونګیانګ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په «ختیځ سمندر» کې د کروز توغندیو دوه ستراتیژیک ډولونه وتوغول او تر هغې دوه ورځې مخکې یې هم څو هایپرسونیک بالستیک توغندي ازمویلي وو.
