د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د هرمز تنګي کې د یوې بلې نفتوړونکې بېړۍ د سمندري ماین سره د ټکر له امله د یوې زورورې چاودنې خبر ورکړی دی.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک نن سهار (شنبه، د تلې ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بېړۍ دوه میلیونه بېرله خام نفت لېږدول.
د ایران سپاه پاسداران وايي، دغه نفتوړونکې بېړۍ غوښتل د هرمز تنګي له «غیرمجازې لارې» تېر شي، خو د «سمندري ماین سره د ټکر» له امله له داسې پېښې سره مخ شوه چې د چاودنې او سختې اورلګېدنې لامل شوه.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د خبرپاڼې له مخې، دغې بېړۍ خپل ټول موقعیتموندونکي او راداري سیسټمونه بند کړي وو او هڅه یې کوله چې د امریکا د پوځ په ملاتړ د هرمز له تنګي تېر شي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ټینګار کړی چې د هرمز تنګی «بند» دی او بېړۍ باید د ایران لهخوا د وضع شویو مقرراتو د تېریدو لپاره د هغو د تاوولو هڅه ونه کړي.
سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ مخامخ جګړه کمه شوې، د هرمز تنګی لا هم ناامنه دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز، چې په منځني ختیځ کې د سمندري تګ راتګ له څارونکو بنسټونو څخه دی، وايي چې پر بېړیو بریدونه او چاودنې لا هم په لوړه کچه دي. دغه بنسټ تېره سهشنبه راپور ورکړ چې یوازې په یوه ورځ کې څلور بېړۍ د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.
په همدې حال کې، د سمندري بېړیو د څار شرکتونو «کپلر» او «ویندوارد» راپور ورکړی چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۲ سوداګریزې بېړۍ د هرمز په تنګي او شاوخوا سیمو کې تر بریدونو لاندې راغلې دي. د دوی په وینا، دا د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
