د هسپانیا لومړی وزیر: د ایران جګړې تر اوسه اروپا ته ۱۰۰ میلیارده یورو لګښت اړولی

د هسپانیا لومړي وزیر، پدرو سانچز، وايي چې د ایران پر وړاندې جګړې تر اوسه اروپایانو ته تر ۱۰۰ میلیارده یورو ډېر لګښت اړولی دی.

سانچز د جمعې په شپه (د تلې ۲۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي، اروپایان حق لري چې د روانې جګړې پر ضد خپل غږ پورته کړي.

هغه ویلي: «موږ چې د جګړې پر ضد مو غږ پورته کړی، حق مو درلود چې جګړې ته نه ووایو.»

د هسپانیا لومړی وزیر وايي، اروپایان پوهېدل چې په پای کې به د دې جګړې لګښت عام خلک پرې کوي.

سانچز لیکلي: «په ایران کې جګړې تر اوسه موږ اروپایانو ته تر ۱۰۰ میلیارده یورو ډېر لګښت اړولی دی. موږ پوهېدو چې په پای کې به د دې جګړې لګښت عام خلک پرې کوي.»

هغه په ایران کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کړی او دا یې یوه فاجعه بللې ده. نوموړي ویلي: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې دې فاجعې ته پای ورکړل شي.»

ښاغلي سانچز د اروپايي شورا د غونډې په پای کې په بروکسل کې له خبریالانو سره د خپلو خبرو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې وايي، د جګړې د مخالفانو دریځ سم ثابت شوی دی.

هغه ویلي: «دا جګړه باید سمدستي پای ته ورسېږي؛ نه یوازې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته د درناوي له اړخه، بلکې د هغو اقتصادي او ټولنیزو پایلو له امله هم چې زموږ وګړي یې یو ځل بیا تجربه کوي.»

د هسپانیا لومړي وزیر زیاته کړې چې د دغه هېواد پارلمان د ۱۲ میلیارده یورو په ارزښت یوه کڅوړه تصویب کړې، څو د ټولنې له هغو برخو سره مرسته وکړي چې زیانمنې شوې دي.

هسپانیا د جګړې پر مهال د امریکا پوځ ته اجازه ورنه کړه چې د ایران پر ضد بریدونو لپاره د دغه هېواد له پوځي اډو څخه کار واخلي.

د سیمې هېوادونو هم د ایران د جګړې له درنو لګښتونو سخته نیوکه کړې ده.

عراق چې په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي اډو د شتون له امله د ایران د متقابلو بریدونو هدف ګرځېده او اقتصاد یې د هرمز تنګي له بندېدو اغېزمن شوی، ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې یې ۶۰ میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر، فواد حسین، پرون وویل چې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال د دغه هېواد زیانونه شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

هغه دا څرګندونې روم ته د خپل سفر او د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تاجاني سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي چې د عراق ډېری اقتصادي زیانونه د هرمز تنګي د بندېدو له امله رامنځته شوي دي.


له خپلواکې خبریالۍ ملاتړ وکړئ

په افغانستان کې پر رسنیو او عامه فضا پراخ محدودیتونه د خلکو خپلواکو معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی. په داسې شرایطو کې، «اطلاعات روز» په ژمنتیا او خپلواکۍ سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، څو حقیقت د چوپتیا او هېرېدو قرباني نه شي.

موږ پر هېڅ ځواک پورې تړلي نه یو او یوازې د خلکو لپاره لیکو.

زموږ دنده د فساد افشا کول، د ځپل شویو خلکو د غږ انعکاس، د واک لرونکو د حساب ورکونې پیاوړتیا او د داسې لیدلوري ملاتړ دی چې د افغانستان ټول وګړي پکې له برابرو حقونو او ازادیو برخمن وي او په سوله کې ژوند وکړي.

زموږ خبریالان په سختو او کله ناکله خطرناکو شرایطو کې کار کوي، څو کره، بې‌طرفه او پر واقعیتونو ولاړ راپورونه خپاره شي او د خلکو غږونه له پامه ونه غورځول شي. د دې کار دوام زموږ د لوستونکو او خپلواکو ملاتړکوونکو مرستو ته اړتیا لري.

هره مرسته، د هغې له اندازې پرته، د خپلواکې خبریالۍ له دوام سره مرسته کوي. که د مالي مرستې توان نه لرئ، د دې غوښتنې شریکول او د نورو هڅول چې ملاتړ وکړي، هم د دې لارې په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

د حقیقت ترڅنګ ودرېږئ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته