ټاکل شوې چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د دغه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
نوموړي د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو مشترکالمنافع ټولنې او د شانګهای د همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې ویلي، چې دغه سفر به د روسیې او افغانستان ترمنځ پر سوداګریزو او اقتصادي همکاریو متمرکز وي.
کابلوف ویلي، روسیه هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
هغه زیاته کړې: «زموږ د هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه مخ په لوړېدو ده او د روان کال په لومړۍ نیمايي کې دا کچه دوه برابره شوې ده.»
کابلوف ویلي، که څه هم له افغانستان سره د روسیې د سوداګرۍ کچه د نورو هېوادونو په پرتله لږه ده، خو په دغه هېواد کې د ناټو له ۲۰ کلن حضور وروسته، دا کچه هم د پام وړ ده.
نوموړي کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال د سفر کره نېټه نه ده اعلان کړې.
روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې طالبان یې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په یوه غونډه کې ومنله چې افراطي ډلې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو د پراخولو لپاره کار اخلي؛ خو هغه بیا هم د مسکو له دریځ څخه دفاع وکړه او ویې ویل: «طالبان یو واقعیت دی چې باید ورسره جوړجاړی وشي.»
