بې‌پولې خبریالان: د طالبانو استخباراتو د خبریالانو د څار او ځپلو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، د طالبانو استخبارات د «۰۱۵» په نوم ځانګړې څانګه لري، چې دنده یې د خبریالانو څارل، احضارول، ګواښل او په ځینو مواردو کې نیول او شکنجه کول دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۱۳مه، په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د دې څانګې موخه د خپلواکو رسنیو چوپ کول او د طالبانو د روایتونو تحمیلول دي.

د راپور له مخې، دغه څانګه د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او په کابل او ولایتونو کې کارکوونکي لري.

بې‌پولې خبریالان وايي، د یادې څانګې کارکوونکي رسنۍ څاري، هغه مطالب په نښه کوي چې د طالبانو له نظره د منلو وړ نه وي او منتقد خبریالان د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضاروي. د دې څانګې عملیاتي برخه کله ناکله د طالبانو د امربالمعروف وزارت په همکارۍ د رسنیو پر دفترونو بریدونه کوي، خبریالان نیسي او وسایل یې ضبطوي.

دغه سازمان د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د طلوع‌نیوز ټلوېزیون پر دفتر او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د رسنیزو بنسټونو پر دفترونو د طالبانو بریدونو ته هم اشاره کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۷۷ خبریالان نیول شوي او د هغوی د بند موده له یوې اوونۍ تر دوو کلونو پورې رسېدلې ده.

دغه سازمان له دریو خبریالانو سره د مستعارو نومونو په کارولو مرکې کړې دي، چې د طالبانو د استخباراتو د ۰۱۵ څانګې او نورو برخو کې یې د نیول کېدو او شکنجې د تجربو په اړه معلومات ورکړي دي.

فرهاد، چې یو له دغو خبریالانو څخه دی، وايي، له نیول کېدو وروسته یې سر په تورې کڅوړې پټ شوی او د کابل د استخباراتو دفتر ته لېږدول شوی دی.

د هغه په وینا، نوموړی پر جاسوسۍ او د اسلامي امارت پر ضد تبلیغ تورن شوی او څو ورځې وروسته د استخباراتو ۰۱۵ څانګې ته لېږدول شوی، چې دوه اوونۍ یې په یوه کوچنۍ خونه کې ساتلی دی.

فرهاد ویلي، چې په دغه ځای کې تر بل هر ځای ډېر شکنجه شوی دی. د هغه په خبره، د شپې او ورځې ترې پوښتنې کېدې او غوښتل یې د نورو خبریالانو نومونه افشا کړي. نوموړي د وهلو ټکولو او برېښنايي شوکر د کارولو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې لا هم د شکنجې له اغېزو کړېږي.

احمد، چې پخوا یې په یوه ټلوېزیوني شبکه کې کار کاوه، وايي، پر رسنیو فشارونه د ځینو خپرونو له بندېدو او د ښځینه خبریالانو له حذفولو پیل شول.

د هغه په وینا، رسنۍ اړ وې چې ژمنې وکړي، ګډې خپرونې به نه خپروي او د طالبانو له مخالفانو سره به مرکې نه کوي.

احمد وايي، د هغو راپورونو له امله چې د طالبانو خوښ نه وو، څو ځله د استخباراتو ۰۱۵ څانګې ته احضار شوی دی. نوموړي ادعا کړې، چې یو ځل په زور دغه دفتر ته لېږدول شوی، پر جاسوسۍ تورن شوی او دومره وهل شوی، چې د سختو ګوزارونو له امله بې‌هوښه شوی دی.

هغه همداراز ویلي، چې د شپې دوه بجې یې یوې غونډۍ ته لېږدولی، تومانچه یې پر سر ورته نیولې او ګواښلی یې دی، چې د ده په څېر کسان یې همدلته وژلي دي.

د احمد په وینا، وروسته د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور زنداني شوی او د بګرام په زندان کې یې هم د بندیانو د لاسونو او پښو تړل کېدل او د سړو اوبو په وسیله د هغوی مجازات لیدلي دي.

عبدال، چې یو بل خبریال دی او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، وايي، طالبان غواړي رسنۍ په خپلو تبلیغاتي وسایلو بدلې کړي.

د هغه په وینا، د طالبانو استخباراتو ترې غوښتي وو، چې د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو او بېوزلۍ په اړه راپورونه خپاره نه کړي او پر ځای یې د طالبانو پلویان خپلو خپرونو ته راوبولي.

عبدال ویلي، د طالبانو کارکوونکو ورته ویل: «باید هغه کسان راوبولې چې زموږ پلویان دي، نه هغه کسان چې له ملي ګټو سره مخالفت کوي.»

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، له هېواده بهر پر خبریالانو ګواښونه هم دوام لري او ځینو ته یې ویل شوي: «هر چېرته چې یې او هر چېرته چې پټ شې، پیدا به دې کړو.»

دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو د ۰۱۵ څانګې یوه برخه د ټولنیزو شبکو د څارنې او تبلیغاتو لپاره ځانګړې شوې ده.

د راپور له مخې، یوه برخه یې د انلاین مطالبو څارنه کوي او بله برخه یې د تبلیغاتو، ناسمو معلوماتو خپرولو او د عامه افکارو د اغېزمنولو دنده لري. دغه دفتر د ویډیوګانو د تولید او د نیول شویو کسانو د جبري اعترافونو د ثبت لپاره سټوډیو هم لري.

بې‌پولې خبریالان لیکلي، چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې ځینو افغان جلاوطنو رسنیو داسې اسناد خپاره کړي، چې ویل کېږي د طالبانو د استخباراتو له عمومي ریاست څخه ترلاسه شوي دي.

د دغو اسنادو له مخې، د نفوذ او تبلیغاتي پروګرامونو لپاره ۷۰.۷ میلیونه افغانۍ، چې له ۹۰۰ زره یورو څخه زیاتېږي، بودجه په پام کې نیول شوې او نږدې ۱۵۰۰ کارن‌حسابونه د طالبانو د روایتونو د خپرولو او د مخالفانو د بدنامولو لپاره کارول کېږي.

د سازمان د څېړنې له مخې، په ټولنیزه شبکه اېکس کې د دغو حسابونو د فعالیتونو ارزونې ښودلې، چې ځینې یې ورته یا یو شان پیغامونه د څو دقیقو په واټن خپروي. یو شمېر حسابونه د ښځو په نومونو یا د پنجشېر د اوسېدونکو په توګه هم فعالیت کوي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بې‌پولې خبریالانو ته ویلي، چې د ۰۱۵ څانګه د قانون له مخې فعالیت کوي او هېڅوک په خپل‌سري ډول نه نیول کېږي او نه ورسره ناوړه چلند کېږي.

خو د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، د خبریالانو روایتونه او د دغه سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ مستندات د طالبانو له رسمي ادعا سره په ټکر کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته