د طالبانو د غزني امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵۰ کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د نشهیي توکو د کارونې، بډو اخیستنې، خپلمنځي شخړو، ترافیکي پېښو، غلا، جعلکارۍ او پورونو اړوند قضیو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په همدې موده کې ۴۱۴ کیلوګرامه نشهیي توکي هم ترلاسه شوي او نیول شوي کسان به د دوسیو له بشپړېدو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې مطرح شوې دي.
