د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه نن (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) مازیګر مهال د شیګل ولسوالۍ د «لچي» کلي اړوند د «زردالو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یو ډاټسن ډوله موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړک څخه ژورې کندې ته لوېدلی، چې په پایله کې یې یو تن مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د کونړ امنیې قوماندانۍ د مړه شوي او ټپیانو د هویت او جنسیت په اړه هم معلومات نه دي خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات شوی، چې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی موټر چلول او د سړکونو خرابوالی یې له مهمو لاملونو بلل کېږي.
