د امریکا د منځمهالو ټاکنو وروسته د تېلو بیې په دوو ورځو کې څه باندې ۹ سلنه راټیټې شوې

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د پایلو او له ایران سره د جګړې د پراخېدو د احتمال د کمېدو په اړه د هیلو له زیاتېدو سره، د تېلو نړیوالې بیې په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۹ سلنه راټیټې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه، راپور ورکړی، چې په دې موده کې د برنټ تېلو بیه ۹.۴ سلنه او د امریکا د خامو تېلو بیه ۹.۵ سلنه کمه شوې ده.

د راپور له مخې، دغه کموالی وروسته له هغې راغلی، چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري‌غوښتونکو له ماتې وروسته له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې د پراخېدو د احتمال د کمېدو په اړه هیلې زیاتې شوې دي.

رویټرز لیکلي، چې نن سهار د برنټ تېلو یو بېرل په ۹۳.۸۲ ډالرو او د امریکا د خامو تېلو یو بېرل په ۸۶.۹۲ ډالرو پلورل شوی دی. د دواړو شاخصونو بیې د اګست له ۳۱مې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

د راپور له مخې، د خلیج هېوادونو د حکومتي کړیو ته نږدې دوو سرچینو ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د سیاسي دریځ کمزوري کېدل او د دیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرس له لوري د هغه پر پوځي انتخابونو د محدودیتونو لګولو احتمال، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې چانس زیات کړی دی.

د سپارټا کاموډیټیز شرکت د تېلو ارشد شنونکي جون ګو ویلي، بازارونه د جګړې د پای ته رسېدو احتمال زیات ارزوي، خو د ډیپلوماسۍ لاره لا هم روښانه نه ده او د تېلو په بیو کې به بدلونونه دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون ویلي، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد زیات شوی او د جګړې له مخکینۍ کچې سره برابر شوی دی.

خو د رویټرز د راپور له مخې، لا هم د جګړې د بیا پراخېدو اندېښنې شته. د «اوراسیا» ډلې د امریکا له لوري پر ایران د نوي برید احتمال ۶۰ سلنه اټکل کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د جګړې د شدت په صورت کې ښايي د برنټ تېلو بیه یو ځل بیا په هر بېرل کې له ۱۱۰ تر ۱۲۵ ډالرو پورې لوړه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته