د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياته کړې، چې له طالبانو سره د امريکا تعامل دا شونتيا برابروي چې له دې ډلې سره مستقيمې خبرې وکړي او امريکا ته دا فرصت ورکوي چې په افغانستان کې د دې هيواد کوم وګړي زنداني دي، د هغوی د ژر خلاصېدو لپاره فشار ته دوام ورکړي.
متقي د طالبانو او برېتانيا د اړيکو پر پراختيا او په ځانګړې توګه د سوداګريزې راکړې-ورکړې پر زياتېدو ټينګار کړی او په برېتانيا کې يې د قونسلي خدماتو په اړه د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت دريځ ته اشاره کړې ده.
د برېتانيا د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي: «د سولې او ثبات د پياوړتیا، د افغانستان خلکو ته د اړين بشري ملاتړ برابرولو او د امنيت په تړاو ګډو اندېښنو ته د ځواب ويلو لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له تعامل پرته بله لار نشته او دا هغه مهم کار دی چې موږ يې کوو.»
اغلې اوتنبايوا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعيت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې يوناما د افغانستان په اړه د امنيت شورا تر وروستۍ غونډې وروسته درې راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض يې مستند کړی دی.
له طالبانو سره تعامل اوس هم پايلو ته په کتو سره تر حده زيات دی. که له طالبانو سره نور تعامل کېږي، نو بيا بايد لومړی د شوي تعامل پايلو ته وکتل شي چې وړانديني تعامل څومره مثبتې پايلې درلودلې دي؟
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې پر ایکس په خپله پاڼه د مک کال په وينا ليکلي: «دا حکومت (د بايډن حکومت) بايد په هيڅ ډول شرایطو کې هم بايد له طالبانو سره تعامل ته هڅونه ونه کړي»
مک کال وايي: «څه چې مې ځوروي هغه دادي چې د بايډن حکومت د تعامل سياست په هره بيه مخته وړي او نه دی توانېدلی چې طالبان د هغو د جنايتونو په اړه وپوښتي.»
په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکې لري.
د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو نقض او د افغانستان له ټولو قومونو څخه د يوه ټول شموله حکومت نه جوړول، د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندنې عوامل ګڼل کېږي.
د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس ويلي، چې د افغانستان په تړاو «عملي» ستراتېژي او د ښځو پر حقونو بنديزونه د مذاکرې او تفاهم لپاره د ابزارو په توګه کارېدلای شي.