د ۱۴۰۳ تعلیمي کال په ټول هیواد کې پېل شوی او زرګونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي، خو یوه لویه برخه لاهم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده، چې هغه له اوو ټولګي پورته د نجونو پرمخ د دغو تعلیمي مرکزونو د دروازو تړل کېدل دي.
په افغانستان کې د نورو ولایتونو په څېر د خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو له شپږ ټولګي پورته نجونې هم په دې هېله دي چې د طالبانو مشر به ورته د پورته زده کړو اجازه ورکړي، خو تر اوسه یې د پېل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په لومړیو کې چې کله طالبان واک ته ورسېدل مشرانو یې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړل کېدو لامل د مناسب چاپیریال نه موجودیت او په تعلیمي نصاب کې د اصلاحاتو راوستل وبلل، خو له شاوخوا درې کلونو تېرېدو وروسته نه یوازې ورته د چاپیربال برخه کې کار وشو بلکې د نصاب په اړه یې هم تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی تر سره کړی.
د یادو درې ولایتونو له شپږم ټولګي پورته نجونې د طالبانو له حکومتي مشرانو غوښتنه کوي چې دوی ته هم د پاتې زده کړو اجازه ورکړي او پرمخ یې د ښوونځیو تړلې دروازې بیرته پرانیزي.
د خوست ولایت په مرکز کې د بي بي حلیمې د نسوانو مرکزي لېسې اووم ټولګي ته تازه کامیابه شوې زده کوونکې فاطمې اطلاعات روز ته وویل، چې کورنۍ یې ډاډ ورکړی چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې به طالبان نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د زده کړو اجازه ورکوي، خو د نوموړې په وینا چې تر اوسه یې په دې اړه له رسنیو هیڅ هېله بښوونکی خبر نه دی اورېدلی.
عایشې وویل: «په پنځم نمبر اووم ټولګي ته کامیابه شوم، کورنۍ مې راته وویل چې خدای مهربانه دی چې طالبان به سږ کال اجازه ورکړي، خو ما تر اوسه په راډیو کې داسې څه وا نه ورېدل چې سږ کال به طالبان مونږ ته اجازه راکړي، زه ډېره اندېښمنه یم چې ولې له مونږ سره داسې کېږي او راباندې فرض کړل شوی حق راڅخه اخیستل کېږي.»
په پکتیا ولایت کې هم لسګونه د نجونو ښوونځي شته، خو اوس په کې یوازې تر شپږم ټولګي نجونو ته زده کړې ورکول کېږي، په دغه ولایت کې هم نجونې د ښوونځیو پرانیستل غوښتنه کوي.
په مرکز ګردېز کې د حلیمه خزان په نوم یوه لېسه شته، چې له په جمهوري نظام کې به ګڼې نجونې تر دولسم ټولګي په زده کړو بوختې وې، خو اوس یې نیمايي برخه په کور کینول شوې دي.
د دغې لېسې یوې زده کوونکې شکیلې (مستعار) په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له شپږ ټولګي فارغه شوې هغه وايي، تېر نوی کال هم دې زیري ته په تمه وه چې طالبان به د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي خلاصوي خو هماغسې ونه شول، نوموړې اوس یو ځل بیا غوښتنه کوي چې د زده کړو لپاره اجازه ورکړي.
شکیلې وویل: «زما له اسلامي امارت دا غوښتنه ده چې نور زمونږ پرمخ ښوونځي خلاص کړي، که دوی هر ډول شرعي حجاب راته انتخابوي، هغه په ځان منو خو چې زده کړې مو پېل شي، زمونږ په ښوونځي کې له مدیر نیولې تر استاد پورې ټول ښځې دي، نو ولې بیا داسې وشي او مونږ ته اجازه رانکړل شي.»
په لوګر ولایت کې هم نجونې د ښوونځیو خلاصېدو غوښتونکې دي، دغه ولایت اوسېدونکی رضا خان وايي، لور یې تر اتم ټولګي زده کړې ترسره کړې، خو د ښوونځیو په بندېدو نوموړې له نورو زده کړو پاتې شوه، هغه زیاتوي د مناسب چاپیریال او نورو بهانو پر ځای دې عملي کار وشي او نجونو ته دې د زده کړو زمینه برابره شي.
نوموړي وویل: «زما یوه لورکۍ ده تر اتم صنف پورې یې درس ویلی دی، مونږ نور درس هم پرې ویلی او ډېرې ښې هیلې مو ورته لرلې چې ښه ډاکټره شي، خو بندیز دا هر څه له منځه وړي، د اسلامي امارت مشران دې نور ولس په دې نه غلطوي چې طرحه ده یا چاپیریال نه دی برابر، ولس او نجونو ته دې خپل حق ورکړي.»
روغتیايي زده کړو او دیني مدرسو ته د ځینو لوستو نجونو مجبوره کېدل
په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو له کبله ګڼو کورنیو په خوست، پکتیا او لوګر کې خپلې نجونو دیني مدرسو کې شاملې کړي او له همدې امله د مدرسو بازار ګرم دی.
په دغو ولایتونو کې اوس ګڼې مدرسې جوړې شوي او هره ورځ ورته سلګونو نجونې په بېلابېلو وختونو کې د زده کړو لپاره ورځي.
لوګر کې د یوې دیني مدرسې زده کوونکې چې نه یې غوښتل په اصلي نوم له مونږ سره خپل نظر شریک د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د پل عالم د بې بې آمنې لېسې له دولسم ټولګي فارغه شوې او غوښتل یې د لوړو زده کړو لپاره کانکور ازموینې ته نوم لیکنه وکړي، خو پرمخ یې پوهنتونونه هم وتړل شول، چې وروسته د زده کړو دوام لپاره یې په یوې دیني مدرسه کې ځان شامل کړ.
هغې زیاته کړه چې د دیني زده کړو ترسره کول هم ضرور دي، خو په عصري زده کړو کې ورباندې بندیز او له دې حقه محرومېدل یې د ژوند له سختو حالتونو څخه دی او داسې وايي: «زه دلته پل عالم کې یوې مدرسې ته د سهار له وخته ورځم، خپله مې د دولسم ټولګي اسناد له بي بي آمنې لېسې ترلاسه کړي، ما کانکور کې د ثبت نام پلان لاره او پوهنتون ویل مې غوښتنه وه البته زما د کورنۍ غوښتنه هم وه، خو بیا چې زده کړې په نجونو بندې شوې، کورنۍ مې راته وویل چې په مدرسه کې درس پېل کړه.»
له دې ور هاخوا طالبانو د هیواد په یوولسو ولایتونو کې له دولسم ټولګیو فارغو نجونو ته اجازه ورکړه چې په دولتي انسټیټونو کې نوم لیکنه وکړي، د نجونو کورنیو دا یو ښه فرصت وباله تر څو له زده کړو محرومې نه شي، خو په ځینو خصوصي انسټیټونو کې د زده کړو ټیټ کیفیت او لوړ فیس بله هغه ستونزه ده، چې ځینې نجونې یې له زده کړو کولو زړه تورې کړې دي.
د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل اوس په یوې سیاسي موضوع بدله شوې، د خلکو په باور چې طالبان یې د فشار په ډول کاروي تر څو یې نړیوال په رسمیت وپېژني، خو نړیوال بیا وايي، طالبانو سره هغه مهال تعامل کوو، چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته په ادارو کې د کار کولو حق ورکړي.