د طالبانو حکومت غواړي چې له چين سره د پيوستون لپاره مستقيمه ځمکنۍ لاره ولري، تر څو له دې لارې چينايي توکي افغانستان ته وارد شي او په افغانستان کې د چينايانو حضور او پانګونې ته زياته زمينه برابره شي، خو د طالبانو په طرحې سره شونې ده چې د افغانستان د شمال ختيځ ولايت بدخشان له لارې چين ته د اويغور جنګياليو امنيتي ګواښ پراخ شي.
د «ترکستان اسلامي حزب» يوه اسلامپالې سختدريځه ډله ده چې د چين په لوېديځ کې د اويغوريانو له لوري تأسيس شوې ده. دا ډله د امريکا، برېتانيا، اروپايي اتحاديې، روسيې او پاکستان له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي. څو کاله وړاندې داسې انځورونه خپاره شوي وو، چې په هغو کې اويغور جنګيالي له ايم – ۴ او ايم – ۱۶ وسلو او د افغانستان د پخواني حکومت له هاموې ټانکونو او رينجرو سره ليدل کېدل.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د زمري مياشتې په راپور کې راغلي و، چې القاعده د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره د ازبکستان د اسلامي خوځښت، د ترکستان د اسلامي حزب او انصار الله ډلې په څېر غير افغان ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.
شاوخوا دوې مياشتې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو والي قاري محمد ايوب ويلي و، چې د هغه سړک د رغونې چارې چې افغانستان له چين سره وصل کوي، د ګټې اخيستنې مرحلې ته رسيدلې دي. ده زياته کړې وه چې د دې سړک د جوړولو چارې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې پېل شوې وې او کار يې په شدت سره روان دی تر څو د بدخشان واخان ولسوالۍ له چين سره ونښلوي خو تر اوسه د دې سړک د ګټې اخيستنې په اړه هيڅ خبر نه دی خپور شوی.
د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال له فيض اباد څخه تر اشکاشم پورې لاره ډامبر شوې وه، خو د جنګ د پراختيا، د طالبانو د پرمختګ او بدخشان د سقوط له کبله يې کار وځنډېد. ټاکل شوې وه چې دا سړک زيباک ولسوالۍ ته ولاړ شي او له هغه ځايه واخان او همداسې له چين سره ونښلول شي.
د روان کال د وږي مياشتې پر مهال طالبانو په واخان ولسوالۍ کې د پامير کوچک له ګنبد څخه بيا د چين تر پولې پورې د ۵۰ کيلومتره په اوږدو د سړک د جوړولو کار پېل کړی و. دا سړک د ورېښمو د لارې په نوم يادېږي او پنځه متره سور لري. د طالبانو حکومت د دې لارې لګښت تر ۳۶۹ ميليونه افغانۍ زيات اعلان کړی و.
د بدخشان واخان ولسوالۍ د ۱۳۹۳ کال پر مهال د افغانستان د دويم ملي پارک په توګه انتخاب شوه. واخان دهليز د بدخشان ولايت په ختيځ کې په لوړو غرونو کې يوه نرۍ دره ده او په افغانستان کې د بهرنيو ګرځندويانو لپاره په زړه پورې سيمه ګڼل کېږي. واخان په بدخشان کې يوه غرنۍ سيمه ده او وړاندې هلته د موټرو تګ-راتګ شونی نه و.
اويغوريان د قاري فرقان تر مشرۍ لاندې
د ترکستان اسلامي تحريک/حزب په افغانستان او پاکستان کې فعاليت کوي. په پېښور کې د پاکستاني پوځ تر نظارت لاندې پر يوه ښوونځي د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر بريد وروسته چې د ۱۳۰ زده کوونکو په ګډون ۱۵۰ تنه په کې ووژل شول، د پاکستان پوځ په وزيرستان کې پراخ عمليات پېل کړل. د دې عملياتو په پايله کې د ټي ټي پي يو او د اويغوريانو يو شمېر جنګيالي د خپلې کورنۍ له غړو سره افغانستان ته ولاړل.
د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال قاري فرقان په بدخشان کې د اويغور جنګياليو مشري کوله، خو د هغه وخت حکومت ونشوای کولای چې نوموړی ونيسي. په بدخشان کې ولسي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې قاري فرقان د بدخشاني طالبانو په ملاتړ تر اوسه هم په دې ولايت کې شته دی.
له بدخشان څخه د اطلاعات روز موندنې ښيي چې اويغور جنګيالي د جرم ولسوالۍ په «دره خستک» سيمه او همدا راز په وردوج ولسوالۍ کې مېشت دي او هلته امن پناهځای او روزنځای لري.
د طالبانو د پوځ مشر قاري فصيح الدين، د ۲۱۷ عمري قل اردو قومندان مولوي امان الدين او د بدخشان د عمر ثالث د فرقې مرستيال قاري واصل او نور تاجک ټبره بدخشاني طالب قومندانان له اويغور جنګياليو سره په همکارۍ او د هغوی په ملاتړ تورن دي.
قاري واصل نظري زاده په بدخشان کې د طالبانو يوه مطرح څېره ده او د جرم د ولسوال، د بهارک ولسوالۍ د پوليسو د قومندان او د بدخشان د پوليسو د قومندان په توګه يې دندې کړې دي او اوس مهال په بدخشان کې د عمر ثالث د فرقې مرستيال دی.
د طالبانو حکومت په بدخشان کې د اويغوريانو د شتون په اړه چوپ دی، خو ولسي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې په بدخشان کې د اويغور جنګياليو شمېر تر ۱۰۰ تنو زيات دی او د هغوی يو شمېر په دې ولايت کې له خپلو کورنيو سره يو ځای مېشت دي.
دې سرچينو ويلي، چې په بدخشان کې د اويغوريانو د تګ-راتګ لار په زيباک ولسوالۍ کې د «شاه سليم» کوتل ده، دا ولسوالي بدخشان د پاکستان له چترال او نورستان ولايت سره نښلوي.
ويل کېږي چې ډېری اويغور جنګيالي لوړ قدونه او غټ وېښتان او وړې سترګې لري.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د جمهوريت پر مهال د سرحدي ځواکونو يو سرتېری د اويغوريانو له لوري نيول شوی و، هغه ويل چې اويغوري کسانو لوړ قدونه درلودل او جنګي بنديان يې له غوږو نيول او پر ځمکه به يې ويشتل.»
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اويغوري جنګيالي په پټه توګه ژوند کوي او ښايي وجه يې دا وي چې طالبان نه غواړي له چين سره يې اړيکې د اويغوريانو پر سر ترينګلې شي.
سرچينو ويلي، چې اويغوريان په جګړه کې له ښو مهارتونو درلودلو سره-سره د سپکو وسلو په جوړولو کې هم ماهر دي او په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي.
له زندانه خوشي کېدل
د اويغور جنګياليو په اړه د بدخشان اوسېدونکي وايي، چې هغوی د وسايلو په استفاده کولو او د هغو په استعمال کې تجربه لري. د بدخشان يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «هر وخت چې د اويغور جنګياليو موټر په لار کې خرابېږي، دوی يې د جوړولو وړتيا لري. دوی له موټره ښکته کېږي او سيمه څاري. همدا راز اويغوريان د ماين په جوړولو کې هم مسلکي دي.»
د امريکا او لوېديځ له ملاتړه د برخمن جمهوري نظام پر مهال حکومت يو شمېر اويغور جنګيالي نيولي وو، خو کله چې طالبانو افغانستان ونيوه، ټولو زندانيانو ته يې دروازه پرانيسته او زندانيان يې له زندانه خوشې کړل.
اويغوريان تر ازادېدو وروسته بیرته بدخشان ته ولاړل او نظامي ځواک يې زيات شو. اويغوريان له افغانستان او د پاکستان له قبايلي سيمو پرته بل د اوسېدو ځای نه لري او ډېر وخت په همدې سيمو کې ژوند کوي.
اويغور جنګياليو کلونه په بدخشان کې له تاجکو بدخشاني طالبانو سره همکاري کړې ده او له همدې کبله له يوه-بل سره نږدې اړيکې لري. د چين حکومت له افغانستان سره تر خپلې پولې هاخوا د اويغوريانو د ګواښ په اړه اندېښمن دی او دا اندېښنه يې له طالبانو سره شريکه کړې ده.
له بله اړخه، که طالبان د چين د دولت په اشاره د اويغور جنګياليو پر وړاندې ځپونکی اقدام وکړي، نو د اويغوريانو پر وړاندې داسې اقدامات په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې امنيتي ګواښ زياتوي او د دې شونتيا زياتېږي چې اويغوريان د اسلامي دولت د خراسان ډلې (داعش) په ګډون چې د طالبانو دښمنه ده، له نورو ترهګرو ډلو سره اتحاد وکړي.
د افغانستان د پخواني حکومت دفاع وزارت اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و، چې طالبانو د اويغوريانو په ګډون د «بهرنيو ترهګرو» شتون ته زمينه برابره کړې ده. په پخواني حکومت کې د بدخشان ځايي چارواکو ويلي وو، چې اويغوريان د «بهرنيو ترهګرو» په توګه د بدخشان لپاره ګواښ دي او دا جنګيالي د طالبانو او القاعدې شبکې په چوکاټ کې فعاليت کوي.
د طالبانو او چين اړيکې
د افغانستان د حکومت تر ړنګېدو وروسته پکن هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپل تعامل او اړيکې کچه زياته کړي او تر اوسه يې د وزارت په کچه د طالبانو د لوړپوړو پلاوو کوربتوب کړی دی.
د روان کال د تلې مياشتې په وروستيو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نور الدين عزيزي د يوې لارې او يوه کمربند د نړيوالو همکاريو په درېيمه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ. د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په تبت کې د «ترانس هيماليا» په درېيمه غونډه کې ګډون وکړ او د دې هيواد د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره يې ولیدل.
چين د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی او په يوه «غافل ګيرانه» اقدام کې په پکن کې د رسمي غونډې پر مهال د طالبانو د سفير بلال کريمي باورليک د چين د ولسمشر شي جين پينګ له لوري ومنل شو. متحده ايالاتو له چين څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د خپلو اړيکو د څرنګوالي په اړه سپیناوی ورکړي او دا چې طالبان په رسميت پېژني او که نه؟
چین د طالبانو روان حاکمیت کې د افغانستان پر کانونو او ځمکنيو زيرمو سترګې خښې کړې دي او طالبان هم چې د امريکا او لوېديځ له بنديزونو سره مخ دي، غواړي چې له ګاونډيو او د سيمې له هيوادونو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي. له پکن څخه د طالبانو غوښتنه داده چې د افغانستان د کانونو په برخه کې دې زياته پانګونه وکړي تر څو د دې ډلې د عوايدو کچه لوړه شي. اوس مهال د امو سیند د نفتو حوزه د چينايي شرکت له لوري استخراجېږي او چينايانو د ليتيمو په ګډون د افغانستان د نورو کانونو د استخراجولو لپاره لېوالتيا ښودلې.
که څه هم طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د چين له اقتصادي پروژو څخه امنيتي ګواښونه لېرې او کنټرول کړي، خو د اسلامي دولت خراسانه ډله (داعش) او اويغور جنګيالي په افغانستان کې د چينايانو د ګټو پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښونه دي.