close

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلي ويلي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يوه ښځه مړه او يو بل ماشوم ژوبل شوی دی.

د زابلي په وينا دا پېښه تیره ورځ مازیګر ناوخته (پنجشنبه،٩ د وري) د نهمې امنیتي حوزې اړوند «تګاب کمپ» سیمه کي رامینځته شوې.

زابلي ويلي چې په یاده سیمه کې يوه باروړونکي موټر مور او ماشوم له سړکه د تیریدو پر مهال وهلي چې له امله يې مېرمن ځاى پر ځاى خپل ژوند بایللی او ماشوم يې سخت ټپي شوى دى.

طالبانو ويلي چې موټر چلوونکی يې نیولی او د مړې شوې مېرمنې جسد د هغې کورنۍ ته سپارلى او ماشوم يې روغتون ته انتقال کړی چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی.

په هيواد کې د ترافيکي پېښو لامل د لارو خرابوالی، زيات سرعت او بې احتياطي بلل کېږي. په تازه توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کي د هیواد په کچه د يو زر او ۷۸ ترافیکي پېښو له امله نهه سوه او ۴۹ کسان مړه شوي او ۳۰۳ تنه نور ژوبل شوي دي.