close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې د طالبانو خپلمنځي نښته کې یو ځوان وژل شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو طالب سرتېرو ترمنځ خپلمنځي نښته کې یو ځوان په ډزو وژل شوی.

د سیمې اوسیدونکي او عیني شاهد نویدالله وویل، چې پېښه تېر ماسخوتن (جمعه، ١٠ د وري) ۰۹:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «درونټې» سیمه کې شوې.

هغه زیاتوي دوه طالب سرتېرو په یاده سیمه کې د چک پواينټ پر مهال لومړی له یو بل سره لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي، چې پر مهال د نظیف الله په نوم ځوان چې له جومات څخه د کور پر لور روان و، پر مرمۍ لګېدلی او خپل ژوند یې بایللی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د یاد ځوان وژل کیدو د خلکو غوسه راپارولې او طالبان یې په یوه بله بهانه د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي دي.

له دې وړاندې هم د طالبانو په هوایي او ختایي ډزو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.