اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د بودا د دورې ٣ قلمه تاریخي اثار کشف شوي دي.
د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالنور رسولي وایي، چې دا تاریخي اثار تېره ورځ (شنبه، ١١ د وري) د الینګار ولسوالۍ اړوند «کمان» دره کې د ځايي خلکو لخوا د خپلسرو کیندنو په پایله کې تر لاسه شوي دي.
نوموړی زیاتوي دوی د خلکو له لوري کشف شوي تاریخي اثار ترلاسه کړي او هم یې د خپلسرو کېندونو د مخنیوي خبرداری ورکړی دی.
د رسولي د معلوماتو له مخې په دې تاریخي اثارو کې یوه مجسمه، یو زمری او یوه چاینکه شامله ده، چې د بودایي دورې سره تعلق لري.
هغه زیاتوي یاد تاریخي اثار یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارلي دي.
بلخوا لرغون پيژندونکي وايي، له لغمان سربیره د ختیځ زیاتره سیمو کې تاریخي اثار شتون لري، خو د طالبانو د نه پاملرنې له کبله په خپلسري ډول کېندل کېږي.