close
Photo: Generated with AI

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ: طالبان له افغانستانه دباندې د سلفي – جهادي ډلو د بريدونو مخنیوی نشي کولای

اطلاعات روز: د «جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ» وايي چې که سلفي – جهادي ډلې وغواړي چې له افغانستانه دباندې بريد وکړي، طالبان نشي کولای چې د هغوی مخه ونيسي.

دې بنسټ په خپل وروستي راپور کې چې تېره ورځ (جمعه، ۱۰ د وري) خپور شوی، ويلي چې طالبانو په افغانستان کې سلفي – جهادي ډلو ته امن پناهځايونه ورکړي دي، خو پر دې ډلو کنټرول نه لري.

په دې راپور کې راغلي چې طالبانو د جهادي ډلو د ځای پر ځای کولو په تړاو د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو سره کړې ژمنې نه دې عملي کړې او احتمال دادی چې که دا ډله په راتلونکې کې کوم بريد پلانوي، دوی به يې په مخنيوي کې ناکام وي.

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي چې د طالبانو له لوري د يوې اغېزناکې ستراتېژۍ نشتون د دې لامل شوی دی چې په افغانستان کې سلفي – جهادي ډلې غښتلې شي.

دې بنسټ د تاجيکستان له «جماعت انصار الله» سره د طالبانو اړيکې ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې دا ډله د تاجيکو جهاديانو «قومانده او کنټرول» په لاس کې لري او له القاعدې سره متحد دي.

د دې راپور پر اساس، انصار الله ډله اوس مهال د افغانستان په بدخشان ولايت کې مېشته ده او د طالبانو له غړو او له نورو سلفي – جهادي ډلو سره نژدې همکاري لري.

په دې راپور کې راغلي چې د انصار الله ډلې مشر محمد شريف‌اوف چې د مهدي ارسلان په نوم سره هم پېژندل کېږي، غالبا د ۲۰۲۱ کال په وروستيو کې يې په کابل کې د طالبانو د کابينې له غړو سره ليدلي او تر دې لږ وخت وروسته يې له دې ډلې څخه زيات نظامي تجهيزات تر لاسه کړي دي.

د دې راپور پر اساس، انصار الله ډلې د ۲۰۲۱ کال په وړي کې د طالبانو د پوځ له لوی درستيز سره په بريدونو کې همکاري کړې او تر دې وروسته طالبانو د انصار الله ډلې غړي له تاجيکستان سره د بدخشان د پولې په اوږدو کې د پوله ساتو په توګه ګومارلي دي.

همدا راز د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ په خپل راپور کې ويلي چې القاعده د طالبانو له ځايي مشرانو سره په همغږۍ د افغانستان په سويل کې زدکړييز کېمپونه لري او په کونړ او نورستان ولايتونو کې هم اړوند کېمپونه مديريت کوي.

دې بنسټ ويلي چې په کابل کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري وژل کېدلو د سراج الدين حقاني په شمول د طالبانو له مشرانو سره د دې شبکې پايدارې اړيکې وښودې.

په دې راپور کې راغلي چې طالبان له نورو سلفي – جهادي ډلو لکه «د ختيځ ترکستان اسلامي خوځښت» سره ايتلاف نه لري، خو پر هغو کنټرول هم نه لري.

د دې راپور پر بنسټ، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په وروستيو کې د چين له دولت سره ژمنه کړې وه چې د ختيځ ترکستان د اسلامي خوځښت غړي له چين سره پر پوله له بدخشان ولايت څخه د افغانستان ختيځ ته انتقالوي، خو نه يوازې دا چې د هغو په ځای پر ځای کولو نه دې توانېدلي بلکې د افغانستان په داخل کې هم نه دې توانېدلي چې پر چينايي وګړو د هغوی د بريدونو مخه ونيسي.

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي: «په افغانستان کې ترهګرې ډلې بې مخينې ازادي لري او له دې ازادۍ د خپل ځان د تثبيت او په افغانستان کې د ټينګو پناهځايونو د جوړولو لپاره استفاده کوي.»

دې بنسټ زياته کړې چې د بېلګي په توګه د ختيځ ترکستان اسلامي خوځښت ډلې د ۲۰۲۲ کال په منځنيو کې په بغلان ولايت کې نوې نظامي اډه جوړه کړې او د «ازبکستان اسلامي خوځښت» ډلې هم د همدې کال په نومبر مياشت کې شاوخوا ۳۰۰ جنګيالي پلخمري ښار ته وړي چې ښيي دا ډلې په افغانستان کې د خپل حضور د پراختيا هڅې کوي.

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي: «د طالبانو دولت نشي کولای يا هم نه غواړي چې د افغانستان په داخل په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې د سلفي – جهادي ډلو د ميشتيدنې مخه ونيسي.»

دې بنسټ زياته کړې: «که د دې ډلو قدرت زيات شي نو ښايي د دې ډلو د کنټرول لپاره د طالبانو وړتيا او له هيواده دباندې د هغوی د بريدونو د مخنيوي [هڅې] کمزوري شي.»

په دې راپور کې د طالبانو داخلي اختلافات يو داسې عامل بلل شوی چې ښايي د وخت په تېرېدو سره پر سلفي – جهادي ډلو د دې ډلې کنټرول کمزوری کړي.

د دې راپور پر اساس، د طالبانو ټول اړخونه د سلفي – جهادي ډلو له مهارولو سره موافق نه دي او شونې ده ځيني اړخونه يې وغواړي چې دې ډلو ته پناه ورکړي؛ لکه څرنګه چې حقانيانو اوس تحريک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې ده.

داخلي اختلافات

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي چې طالبان يوه «همغږې» ډله نه ده، بلکې د داسې اړخونو يو پراخ ايتلاف دی چې ځيني وختونه د قبيلوي، قومي، سياسي، سوداګريزو او ايډيولوژيکو مسايلو پر سر تر خپل منځ سيالي کوي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو دوې عمده ډلې دي او د حقاني شبکې د ډلې مشري سراج الدين حقاني کوي چې ولسي ملاتړ يې د افغانستان په سويل ختيځو او ختيځو سيمو کې دی او بله ډله د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ «کندهاري طالبان» دي چې د دې هيواد په سويلي سيمو کې ملاتړ لري.

د دې راپور پر بنسټ، سراج الدين حقاني د کورنيو چارو د وزير په توګه خپل خپلوان د طالبانو د حکومت پر مهمو دندو ګوماري خو هبت الله اخونزاده د وړې مذهبي کړۍ او په کندهار کې د خپلو ملاتړو په ملاتړ پر افغانستان حکومت کوي.

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ په خپل راپور کې ويلي چې حتا د دفاع د وزير محمد يعقوب مجاهد او د لومړي وزير د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ يو شمېر طالبان مشران د اخوندزاده له سياستونو سره مخالف دي.

همدا راز په دې راپور کې راغلي چې اخوندزاده تاجيک او ازبک طالبان ګوښه کړي او له همدې امله د هغوی تر منځ نارضايتي را پيدا شوې.

د دې راپور پر بنسټ، د طالبانو ايډیولوژيک تفاوتونه له نړيوالې ټولنې سره د هغوی د پايدار توافق خنډ دي.

په دې راپور کې راغلي چې يعقوب مجاهد او عبدالغني برادر په نړيوالو اړيکو کې د انډول ساتنې غوښتونکي دي او په دې اړه عملګرا دريځ لري، خو هبت الله اخوندزاده د هغوی له دريځ سره مخالف دی.

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي چې طالبانو د نجونو د زده کړو په شمول د نورو مسايلو په اړه هم اختلاف سره لري او د عباس ستانکزي په شمول ځينو بيا – بيا خپل مخالفت اعلان کړی دی.

د دې بنسټ د راپور له مخې، که څه هم اخوندزاده د فرمان له لارې طالب چارواکي له څو ښځو کولو منع کړي دي خو د دې ډلې چارواکو له دې فرمانونو سره-سره څو ښځې کړې دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونه د هبت الله اخوندزاده له لوري د عمومي بښنې فرمان ته پام نه کوي او په دوامداره توګه غير قانوني وژنې کوي.

د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي چې هبت الله اخوندزاده هڅه کوي چې خپل مخالفين وځپي او د خپلې ملاتړې حلقې افراد په دولتي ادارو کې وګوماري او د تصميم نيونې مرکز له کابل څخه کندهار ته انتقال کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ډلې د لوړپوړو غړو تر منځ د نظرياتو اختلاف منلی دی او ويلي يې دې چې دا اختلافونه د «نزاع» يا هم «ناهمغږۍ» په کچه کې نه دي.

د طلوع نيوز د راپور پر اساس، ښاغلي مجاهد ويلي چې په چارو کې اختلاف يوه «عادي» موضوع ده او د دې ډلې د مشر فرمانونه تر ډېره حده عملي شوي دي.

تر دې وړاندې هم د واک د وېش او د حکومتولۍ د ډول په تړاو د طالبانو د داخلي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تېر کال په حوت مياشت کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپل درې مياشتني راپور کې ويلي و چې طالبان تر دوه نيم کلنې واکمنۍ وروسته د حکومتولۍ د مهمو مسايلو په اړه اختلاف سره لري.