اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د دې هیواد د بلوچستان ايالت په ګوادر ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ پر ماين خنثا کوونکې ډلې برید کې دوه پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دا پېښه پرون (يکشنبه، ۱۲ د وري) د ګوادر ولسوالۍ په «انکره ډېم» سيمه کې رامنځته شوې.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې ويلي، چې د پاکستان د پوځ ماين خنثا کوونکې ډله په سيمه کې د ماين په شنډولو بوخته وه چې ډزې پرې شوي او دوه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي دي.
په دې وروستيو کې په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو او حکومتي تاسيساتو د بلوڅ بېلتون غوښتونکو بريدونه زيات شوي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکي په ګوادر سيمه کې د چين د پروژو مخالفت کوي او په دې سيمه کې وخت ناوخته پر چينايي اتباعو هم بريدونه کوي.