اطلاعات روز: له فراه څخه سيمهييزې سرچينې خبر ورکوي چې د دې ولايت په پشتکوه ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د تراويحو پر لمانځه ډزې کړې چې درې تنه پکې وژل شوي او یو تن ژوبل دی.
د سيمهييزو سرچينو په وينا، پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۱۶ د وري) لس بجې د پشتکوه ولسوالۍ د «کوټوالي» کلي په يوه جومات کې را منځ ته شوې ده.
همدا راز، د پشتکوه لپاره د طالبانو ولسوال عبدالناصر نوراني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پېښه د يوې شل کلنې دښمنۍ له امله رامنځته شوې.
د ده په وينا، مقابل لوري پر «محمد اکبر شاه» نومي کس ډزې کړې دي چې د ده په شمول دوه نور بې ګناه کسان پکې وژل شوي.
د طالبانو د ولسوال په وينا، محمد اکبر شاه شل کاله وړاندې خپل اوښی وژلی و چې اوس يې زامنو انتقام واخيست.
طالبانو نه دې ويلي چې ډزې کوونکي تښتېدلي او که دوی نيولي دي.