اطلاعات روز: له نیمروز څخه یو شمیر ځايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې نن (جمعه، ۱۷ د وري) له سهار راهیسې له ايران سره د ورېښمو پوله تړل شوې ده.
سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د ايراني اړخ له لوري پر پوله د تګ-راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
تېره ورځ یوې سرچیني اطلاعات روز ته ويلي و چې ورېښمو پوله پرون له يوه افغان موټر چلوونکي سره د ايراني پوله ساتو تر بد چلند وروسته وتړل شوه.
تېره شپه د طالبانو د نيمروز ولايت له مقام څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د یادې لارې د تړل کیدو پخلي شوی و خو ويلي يې و چې دا لاره تر درې ساعته تړل کېدو وروسته بيرته پرانيستل شوې ده.