close
انځور: استول شوی

ارزګان کې د ډاکټرانو د ګومارنې پر سر په شخړه کې درې تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د ارزګان ولایت د چهارچينو ولسوالۍ په «تګاب» نومي روغتون کې د ډاکټرانو د ګومارنې پر سر په خپلمنځي شخړه کې درې تنه وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

د چهارچینو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال محمد رفیق هنر وایي پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ۱۶ د وري) د دې ولسوالۍ په مرکز کې په تګاب نومې روغتون کې رامنځته شوې.

د ولسوال په وينا، د سیمې یو شمېر اوسیدونکو غوښتل چې د تګاب په نوم د روغتون اوسني ډاکټران شته قراردادونه تمدید کړي خو پاتې نورو له دې سره مخالفت کړی او په نتیجه کې يې د روغتون ساتونکي پر خلکو ډزې کړي او یاده مرګژوبله رامنځته شوې ده.

د طالبانو ولسوال زياته کړې چې د روغتون ودانۍ د روغتون د ساتونکي او په کرايه يې ورته ورکړې وه.

هنر ويلي چې ډزې کوونکی د طالبانو له لوري نيول شوی دی.