close
Photo: via Ministry of Refugees on X

ملګرو ملتونو په افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۲۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: په سويلي اسيا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ويلي چې په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د خونديتوب او ملاتړ لپاره ۶۲۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

دې بنسټ نن (جمعه، ۱۷ د وري) پر ايکس ليکلي چې په دې بودجې سره به د ۲۰۲۴ کال پر مهال له ۴.۸ ميليون افغان کډوالو او د هغوی له ۲.۵ ميليون کوربنو سره مرسته وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په خپل راپور کې زياته کړې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال به په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې وضعيت ننګوونکی وي.

دې بنسټ زياته کړې چې په افغانستان کې دننه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او مذهبي او قومي لږکيو په تړاو د بشري حقونو وضعيت وخيم دی.

د دې بنسټ په وينا، شاوخوا ۲۳.۷ ميليون وګړي (د افغانستان تر نيمايي زيات نفوس) د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پر مهال په افغانستان کې ويجاړوونکو طبيعي افتونو، د اقليمي بدلونو کړکېچ او په افغانستان کې مرګونو زلزلو او د ۲۰۲۲ کال پر مهال په پاکستان او ايران کې سيلابونو او زلزلو وضعيت بدتر کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ويلي چې د ايران او پاکستان د دولتونو د ارزونې پر اساس، دا دواړه هيوادونه د شاوخوا ۷.۷ ميليون افغان وګړو کوربه دي او شاوخوا ۱.۶ ميليون وګړي له ۲۰۲۱ کال راهيسې دې هيوادونو ته تللي دي.