اطلاعات روز: د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د ځپنې او حذف سياست دې بدل کړي.
دې وزارت پرون جمعه (۱۷ د وري) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ښځو د سنګسار او د هغوی بدني مجازاتو د بيا پېلولو په تړاو د طالبانو پرېکړه په سختو ټکو غندي.
په دې وروستيو کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه غږیز پیغام کې په عام محضر کې د تورنو کسانو پر مجازاتو ټينګار کړی او ويلي یې دي چې دا ډله به «حدود» اجرا کوي او ښځې به په عام محضر کې «سنګساروي».
د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو دا پرېکړه بوږنوونکې بللې چې د طالبانو له لوري د اساسي حقونو او ازاديو پر نقض ور زياتېږي.
دې هيواد ويلي، چې په خپل فعال ګډون سره يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته څرګنده کړې چې د ښځو حقونو ته درناوی به د هر ډول خبرو-اترو لومړنی شرط وي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سياستونه له نړيوالو نيوکو سره مخ دي، خو تر اوسه طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې له خپله دريځه نه دې پر شا شوي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ څخه بې برخې دي.