close

د طالبانو مشر د دې ډلې غړو ته: له ظلم څخه ډډه وکړئ

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په يوه پيغام کې د دې ډلې له مسوولينو او غړو غوښتي چې له «ظلم څخه دې ډډه وکړي».

د ده پيغام چې نن (شنبه، ۱۸ د وري) خپور شوی، پکې راغلي چې که پر يو چا ظلم وشي، «ښېرا يې ټول نظام ښوروي، ځکه چې د مظلوم او الله تر منځ پرده نشته».

اخوندزاده د طالبانو له غړو غوښتي چې د افغانستان د خلګو «فرياد» دې واوري.

ده ويلي: «د افغانستان خلګ ډېر کړېدلي دي، ډېر ظلم پرې شوی دی او ډېري قربانۍ يې ورکړې دي، دا کاميابي د دې خلګو په قربانيو تر لاسه شوې ده، نو د دې خلګو ډېر قدر او خدمت کوئ او فرياد يې واورئ».

د طالبانو مشر په خپل اختريز پيغام کې ټينګار کړی دی چې هيڅوک هم بايد په ناحقه ونه ځورول شي. ده ويلي: «که څوک زنداني کېږي نو بايد پوښتنه يې وشي چې چا ترې بې ځايه شکايت نه وي کړی او يا هم د کم جرم له وجې زيات تکليف ورته ونه رسېږي، نو احتياط کوئ چې په ناحقه توګه درڅخه ونه کړېږي.»

دا په داسې حال کې چې د طالبانو استخبارات او امر بالمعروف او نهی عن المنکر په پر له پسې توګه خلګ په خپلسرې توګه نيسي او د نيول شويو خلګو د وضعيت په اړه هم ځواب نه وايي.

د نيول شويو افرادو په لړ کې منيژه صديقي هغه معترضه ښځه ده چې له څو مياشتو راهيسې په بند کې ده.

طالبانو د صديقي په اړه څه نه ويل تر دې چې په دې وروستيو ورځو کې يې يوې خبري غونډې ته حاضره کړه. صديقي په دې غونډه کې وويل چې طالبانو نه ده شکنجه کړې. دې وويل چې بې ګناه ده او غواړي تر اختر پورې ازاده شي.

د طالبانو مشر په خپل پيغام کې د دې ډلې له غړو غوښتي چې خلګ اسلامي احکامو او اخلاقو ته وهڅوي، خو د جبر او زور پر ځای دې له نرمۍ او هڅونې کار واخلي. ده ويلي: «په زورګويي سره خلګ له تاسو (طالبانو) نفرت کوي او په هڅونې له تاسو سره دوستي او اخلاص کوي.»

اوس مهال د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي احکامو د تطبيق په نوم د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو پوښاک څاري. د امر بالمعروف مامورينو د تېر کال په وروستيو کې ښځې او نجونې له کابل او يو شمېر ولايتونو څخه ونيولې. دا مامورين په ځينو مواردو کې خلګ د جامو له وجې ښکنځي.

د نجونو زده کړو ته نه پاملرنه  

د طالبانو مشر په خپل اختريز پيغام کې د ښوونې او روزنې په اړه خبرې کړې دي، خو د نجونو زده کړو ته يې هيڅ اشاره نه ده کړې.

ده زياته کړې چې د پوهنې وزارت د ديني او عصري زده کړو لپاره په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې پراخ تشکيلات لري او په سلګونو ديني او علمي مرکزونه يې فعال کړي دي.

اوس مهال د افغانستان عمومي ښوونځي او پوهنتونونه يوازې د هلکانو او تر شپږم ټولګي د ټيټو نجونو په وړاندې پرانيستي دي.

«ښه سفارتي او اقتصادي مناسبات غواړو»

د طالبانو مشر په خپل اختريز پيغام کې ويلي چې طالبان د خپلې «شرعي تګلارې» په چوکاټ کې د متقابل احترام پر اساس د ښو اړيکو په لټه دي او «له هره اړخه غواړي چې د اسلامي امارت (د طالبانو رژيم) دې نيت او ارادې ته د شک په سترګه ونه کتل شي».

ده زياته کړې: «زموږ ژمنه او تعهد دی او له هغوی هم د افغانستان حريم، ګټو او عزت ته د پاملرنې توقع  لري او غواړو چې له موږ سره ښې اړيکې وساتي.»

د طالبانو مشر زياته کړې: «د سيمې له ټولو هيوادونو سره د متوازن او اقتصاد محور سياست په چوکاټ کې د اسلام له مقدس دين سره سم مخته ځو، له ټولو سره ښې سفارتي او اقتصادي اړيکې غواړو».

ده ويلي چې د سيمې هيوادونه دې هم د افغانستان امنيت، ثبات او پرمختګ يو ښه فرصت وبولي او تر پخوا دې له طالبانو سره اړيکې پراخې کړي او د باور فضا دې را منځ ته کړي.

د طالبانو مشر زياته کړې چې د دې ډلې بهرنيو چارو وزارت ته يې دنده سپارلې له ټولو هيوادونو په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ سره دې د ډاډ فضا را منځ ته کړي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو درې کاله وروسته هم هيڅ هيواد دا ډله په رسميت نه ده پيژندلې. که څه هم د سيمې هيوادونه له دې ډلې سره نژدې اړیکې لري، خو رسما يې نه دې ويلي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت پېژني.

د نړۍ هيوادونو هم د دې درو کلونو پر مهال له طالبانو سره اړيکې او خبرې درلودې، خو د دې ډلې مشروعيت يې د ښځو او نجونو د حقونو په شمول بشري حقونو ته په درناوي او له تروريزم سره په مبارزې پورې مشروط کړی دی.