close

طالبانو په لوګر کې پنځه سړي او يوه ښځه په عام محضر کې په درو وهلي

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د يوې ښځې په شمول شپږ تنه د «لواطت» او «زنا» په تور د لوګر ولايت په «محمداغې» ولسوالۍ کې په علني توګه په درو وهل شوي دي.

دې محکمې نن (شنبه، ۱۸ د وري) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا افراد د محمداغې ولسوالۍ د ابتدايه محکمې د حکم پر اساس په درو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له اعلاميې سره سم، له دې کسانو څخه دوه تنه يې ۳۹ دُرې، درې تنه يې ۳۵ دُرې او يو تن يې ۲۵ درې وهل شوی دی.

همدا راز دې محکمې ويلي چې له دې افرادو څخه درې تنه يې په يوه کال تنفيذي حبس او درې تنه نور يې په دوه کاله تنفيذي حبس محکوم کړي دي.

طالبانو په دې وروستيو کې علني مجازات زيات کړي او د دې ډلې سترې محکمې په بېلابېلو ولايتونو کې د داسې مجازاتو خبر ورکړی دی.