close

په زابل او غزني کې د دوو ترافیکي پیښو له امله پنځه کسان مړه شول

اطلاعات روز: د زابل په شهری صفا او د غزني په قرباغ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او یو بل ژوبل شوی دی.

زابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، چې نن (یکشنبه، ۱۹ د وري) سهار ۰۸:۰۰ بجې د کابل-کندهار پر لویه لار د شهری صفا ولسوالۍ اړوند «اسحاقزي مانده» سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله درې تنه مړه او یو کس ژوبل شوی.

نوموړی زیاتوي، چې دغه ترافیکي پېښه د فرونر او ټېلر موټرو ترمنځ شوې، چې په وینا یې ټول قربانیان د زابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي.

ورته مهال باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، خبر ورکوي چې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

باختر اژانس د یادې پیښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د پورته دواړو  ترافیکي پیښو لامل نه دی معلوم، خو د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې ډیرې ترافیکي پیښې د سړکونو د خرابوالي او موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.