close

ننګرهار کې د یو ځوان جسد تر دوو میاشتو لادرکۍ وروسته موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د وژل شوي ځوان یو نږدې ملګری شمس الرحمن وایي، ملګری یې امین الله نومیده چې مړی یې تېره ورځ (شنبه، ١٨ د وري) تر دوو میاشتو لادرکۍ وروسته موندل شوی دی.

د هغه په وینا، امین الله د بهسودو ولسوالۍ اړوند د «قلعه خیالي» سیمې اوسېدونکی و او مړی یې د دغې سیمې په یو کور کې په داسې حال کې موندل شوی، چې جسد یې ورته په بوجۍ کې اچولی و او بیا یې تر خاورو لاندې کړی و.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د وژل شوي کس د قتل انګېزه او څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د طالبانو یو مسوول چارواکی وایي، چې د یاد کس د وژل کیدو په تور یوه میرمن نیول شوې او اقرار یې کړی، چې له دې سربیره یې خاوند د پېسو په بدل کې ګڼ شمیر نور کسان هم په مرموز ډول وژلي او د دغه ځوان له وژل کیدو وروسته یې خاوند ایران ته تښتیدلی دي.

واک ته د طالبانو په رسیدو سره ورته پېښې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم زیاتې شوي دي.