close

لغمان کې د یوې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او لس نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ١٩ د وري) مازدیګر ۰۵:۳۰ بجې د دولت شاه ولسوالۍ اړوند «فرشغان» سیمه کې د فرونر او سرف ډوله موټرو ترمنځ شوې.

د نوموړی د معلوماتو له مخې، په پېښه کې درې تنه مړه او لس نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو تیز تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډیر کله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.