close

ننګرهار کې د لاسي بم چاودنې یو بزګر وواژه

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یو کروندګر د لاسي بم چاودنې پر مهال وژل شوی.

د ننګرهار امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه بزګر نن (دوشنبه، ٢٠ د وري) سهار ۰۹:۰۰ بجې د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پټي کې د کار پر مهال د ناچاوده ګرنیټ د چاودنې له امله وژل شوی.

د زابلی په خبره د یادې ولسوالۍ طالب منسوبینو د وژل شوې کس جسد د‌ هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

په ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول پېښې ډیر کله د پخوانیو ځای پر ځای شویو ماینونو له کبله رامنځته کېږي، چې قربانیان یې زیاتره وخت ماشومان او میرمنې وي.