close
Photo: YouTube/Geo News Live

په بلوچستان کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۷ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې د دې هيواد په بلوچستان ايالت کې د يوه موټر د اوښتو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي او تر ۴۰ زيات کسان ژوبل دي.

په سيمه کې د پاکستاني پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي احمد طلحه ولي ډان پاکستانۍ رسنۍ ته پېښه او مرګژوبله تاييد کړې او ويلي يې دې چې دې موټر له تاټا څخه په خضدار کې شاه نوراني زيارت ته زيارت کوونکي انتقالول.

د پوليسو په وينا، پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۲ د وري) د بلوچستان په هب ولسوالي کې را منځته شوې.

پوليسو د پېښې علت د موټر زيات سرعت ښوولی او ويلي يې دې چې د موټر د را ګرځولو پر مهال موټروان پر موټر خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی او يوه خندق ته ترې لوېدلی دی. پوليسو ويلي چې موټروان په ژوبل حالت کې نيول شوی او بندي دی.

ژوبل کسان د پوليسو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي او په سيمه کې لا هم د نورو جسدونو د موندنې په موخه د پلټنې عمليات روان دي.

په پاکستان کې ترافيکي پېښې ډېر وخت د خلګو ژوند اخلي. د روغتيا د نړيوال سازمان له اټکل سره سم، د ۲۰۱۸ کال پر مهال په پاکستان کې ۲۷،۰۰۰ خلګ په ترافيکي پېښو کې مړه شوي و.