close

طالبانو کونړ کې د دوو داعش وسلوالو د وژلو خبر ورکړی

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې دوه جنګیالي وژلي او یو بل یې ژوندی نيولی دی.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي چې د داعش ډلې دا جنګیالي یې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۲ د وري) د څوکۍ ولسوالۍ په «سپېدار تنګي» کې وژلي دي.

دهفان وایي، نیول شوی داعشي وسلوال تر څېړنو لاندې دی او وروسته به د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د دهقان په وينا، د داعش له دې جنګياليو دوه ميله وسله هم نيول شوې ده.

که څه هم طالبانو ويلي چې په خپلو شپنيو عملياتو کې يې د داعش ډلې دوه وسلوال وژلي، خو نه يې دې ويلي چې دا کسان په نښته کې وژل شوي او که څرنګه.

تر اوسه داعش ډلې کونړ کې د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دې ويلي.

څوکۍ د کونړ یوه له هغو ولسوالیو ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په کې لا هم داعش ډله فعاله ده او وخت ناوخت د طالبانو او د هغوی تر منځ د نښتو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.