close

کندهار کې یوه څوارلس کلن زلمي ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه څوارلس کلن زلمي له پلار څخه د جيب خرچې نه تر لاسه کولو له امله ځان زندۍ کړی دی.

کندهار کې د طالبانو ځايي پولیس وایې چې دې ځوان پرون (سې‌شنبه، ۲۸ د وري) تر غرمې وروسته خپل کور ته نژدې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د «نوي کلي» په یوه څاه کې ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

د طالبانو پولیسو ویلي چې د دې ځوان نوم «سيد احمد» و او د جيب خرچې پر سر له پلار سره تر ناراضه کېدو وروسته يې خپل ژوند پای ته رسولی.

د طالبانو په وينا، دا څوارلس کلن زلمی د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهيسې يې کورنۍ په سپين بولدک کې اوسي.

د يادونې وړ ده چې د روانې لمريزې مياشتې پر (۲۰) هم په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوه تنکي ځوان تر هغه وروسته ځان وژلی و چې پلار يې د نوموړي له سټايلي وېښتانو جوړولو سره مخالفت کړی و او سر يې ورته خرېيلی و.