close

پاکستان کې «ناپیژانده وسله والو» یو افغان قومي مشر وژلی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې «ناپیژانده وسله والو» په پاکستان کې یو افغان قومي مشر وژلی دی.

د وژل شوي کس یو خپلوان محمد اصف وایي، چې د ملک شیر محمد په نوم دغه قومي مشر تېره شپه (چهارشنبه، ٢٩ د وري) د پاکستان د پېښور اړوند «رینګ روډ، افغان کالونۍ» سیمه کې د ناپیژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په وينا، وژل شوی قومي مشر په اصل د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي» کلي اوسیدونکی او د همدې ولسوالۍ یو له مطرحو قومي مشرانو ګڼل کیده او د درملنې په موخه پاکستان ته تللی و.

د دې پېښې په تړاو تر اوسه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی دی.