اطلاعات روز: د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ او د پنځو ښځو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل دي.
په دې ولايت کې طالب مسوولين وايي چې پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۲۸ د وري) د لوګر-کابل پر لويه لاره د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په «پل کندهاري» سيمه کې د کرولا موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښوول شوې ده.
ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې په پېښه کې د دوو ژوبلو مېرمنو روغتيايي وضعيت نازک دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ترافيکي پېښو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د طالبانو له وينا سره سم، د اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۵۰ تنه مړه شوي او ۱۸۵ نور ژوبل دي.
په هيواد کې د ترافيکي پېښو لامل د موټروانانو بې احتياطي، خراب سړکونه او د قوانينو نه مراعتول ښوول کېږي.