close
انځور: هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست

هلمند کې د ورښتونو له کبله په دوو جلا پیښو کې د دوو کورنیو نهه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې د وروستیو ورښتونو له کبله د دې ولایت په ګرشک او کجکي ولسوالیو کې د چت پریوتو او کور نړیدو په پیښو کې ۹ تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۳۱ د وري) د ګرشک ولسوالۍ په «تاجکانو» کلي کې د یو کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ دوه تنه مړه او یو ژوبل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په دې پیښه کې د یادې کورنۍ یو ماشوم او یوه میرمن مړه او د کور سرپرست ژوبل شوی، چې د ښې درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوی.

راشد دغه راز وایي، چې د تېرې پنج‌شنبې (۳۰ د وري) په شپه بیا د دې ولایت د کجکې ولسوالۍ اړوند «ابغول» سیمه کې د سیلاب راوتو له کبله د یو کور دیوال نړیدلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

نوموړي وویل، چې په دې پیښه کې د کور سرپرست، دوو میرمنو او څلورو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او درې ښځې ژوبلې شوې دي.

دا په تېرو دوو ورځو کې تر ټولو مرګوني طبیعي پیښې دي چې په یوځای د ډیرو کسانو ژوند اخلي.

تېره ورځ د ارزګان ولايت په مرکز او دهراوود ولسوالۍ کې هم د درېيو کورونو د چت پریوتو په پیښو کې پنځه تنه مړه شوي دي.

دغه راز تېره شپه په بامیان ولایت کې هم د یو کور د نړیدو له کبله د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي دي.