close

طالبان: په تېرو دریو ورځو کې بارانونو او سېلابونو د ۲۹ کسانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت وايي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۹ تنه مړه او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن (شنبه، ۱ د غویي) رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه شمېرې د وري له ۲۹مې نیټې څخه تر اوسه له غزني، پکتیا، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پروان، هلمند او ننګرهار څخه راټولې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې موده کې ۷۲ د استوګنې کورونه او دوه زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

یوازې په تېرو دوو ورځو کې په هلمند او بامیان ولایتونو کې ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د ځايي سرچينو د راپورونو له مخې، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو پر مهال د کورونو د نړېدو له امله رامنځته شوې.

تېره اوونۍ پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت د سېلاب او باران له امله د مړو شمېر ۷۰ تنه اعلان کړی وو.

دغه وزارت د تېرې وري میاشتې د سیلابونو او بارانونو د تلفاتو عمومي شمیرې نه دي اعلان کړي.

دغه راز پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت زیاتوي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د موسېساتو په همکارۍ له ۲۵ زره ۳۹۸ کورنیو سره چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي خوراکي او نغدي مرستې کړې دي.

د دې وزارت په وینا له زیانمنو شویو سره د بیړنیو مرستو لړۍ روانه ده.