اطلاعات روز: د زابل په مرکز قلات کې د شاه محمود په نوم یو ځوان په سېلابي اوبو کې د بل بند پاتې ځوان د ژغورلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو پولیس وایي، یاد ځوان تېره شپه (جمعه، ۳۱ د وري) هغه مهال ژوند بایلود، کله یې چې غوښتل د «ترنګ» سیند په سیلابي اوبو کې بند پاتې ځوان وژغوري.
پولیس زیاتوي، چې شاه محمود په سیلابي اوبو کې بند پاتې ځوان ژغورلی، خو خپله یې ژوند له لاسه ورکړی.
د هیواد په سویل کې په تېرو دوو ورځو کې سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۵ کسانو ژوند اخیستی دی.