close

ننګرهار او لغمان کې ښځینه سوداګرې: طالبان د کار جواز نه راکوي او راته وایي، ښځې د کار کولو حق نه لري

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځینې سوداګرې ښځې شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت په راتګ سره یې د تولیداتو بازار سوړ شوی او دغه راز دوی ته کاري جواز په اسانۍ نه ورکول کېږي.

رابعه چې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې یې په خپل شخصي لګښت د جامو ګنډلو یو کوچنی مرکز جوړ کړی وایي، چې د دې مرکز له لارې د نورو ښځو د روزلو ترڅنګ د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

نوموړې زیاتوي، نه یوازې د کافي امکاناتو له کمښت سره مخ ده بلکې د کاري جواز اخیستو په برخه کې هم کړیږي او په وینا یې له څو اوونیو هڅو وروسته لاهم د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه د کار جواز پر اخیستلو نه ده بریالۍ شوې.

رابعې وویل: «ما د جامو ګنډلو یو مرکز جوړ کړی او راسره شپږ نورې ښځې هم کار کوي، طالبان مالیه هم غواړي او دغه راز راڅخه د کار جواز غوښتنه هم کوي خو مونږ چې کله د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست ته ورځو، نو کاري جواز نه راکوي او هسې بهانې کوي ډیر کله راته وایي، چې ښځې د کار کولو حق نه لري او په همدې بهانه راته د کار جواز کارونه ځنډوي چې له امله له ستونزو سره مخ یو او دغه راز د سوداګرۍ خونې ریاست ته مو هم مراجعه کړې خو تراوسه یې زمونږ ستونزه نه ده حل کړې.»

دغه ښځینه سوداګره د طالبانو له حکومت څخه د کار جواز اخیستلو په برخه کې د اسانتیاوو، د امکاناتو او د خپلو تولیداتو لپاره د بازار غوښتنه کوي.

یوه بله ښځینه سوداګره جمیله وایي، طالبان یې کاري جواز نه تمدیدوي او له همدې کبله سوداګرې ښځې د کاري جوازونو د تمدید برخه کې هم له مالي ستونزو سره مخ دي.

نوموړې شکايت کوي او وايي، چې ډیر کله د سوداګرو ښځو کار د طالبانو په دولتي ادارو کې ځنډېږي او له طالبانو غوښتنه کوي چې دا ستونزه ژر حل او ښځینه سوداګرو ته دې زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.

جمیله زیاتوي: «زه په لغمان کې د غالۍ اوبدلو یو مرکز لرم خاوند مې د دې کار ځای جواز زما په نوم اخیستی او لس کاله کېږي چې فعالیت کوو، اوس مو کاري جواز تمدید ته اړتیا لري، خو کله چې د سوداګرۍ وزارت ته مراجعه کوو نو هغوی مو کار نه خلاصوي او د سوداګرۍ وزارت د جواز ورکوونکو برخې مامورینو راته وویل، چې تراوسه د ښځینه سوداګرو د کاري جوازونو تمدید په برخه کې کومه پریکړه نه ده شوې او تاسې باید انتظار وکړئ نو دې حالت سوداګرې ښځې زړه تورې کړي او د طالبانو له حکومت د امکاناتو سره سره د لازمو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوو.»

نوموړې زیاتوي د طالبانو د حکومت په راتګ سره پر ښځینه وو محدودیتونه زیات شوي او په ځینو برخو کې د ښځو ونډه سمبوليکه او ډېر پام ورته نه دی شوی.

ښځینه سوداګرې وایي، طالبان دې د ټولنې د پرمختګ لپاره ښځو ته په تولو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي

ښځینه سوداګره شریفه ټینګار کوي او وایي، طالبان دې پر سوداګرو ښځو قیودات نه لګوي او که اسانتیاوې ورته برابرې نه شي نو له دې پرته د هیواد سوداګري تر اغیز لاندې راځي.

شریفې وویل: «طالبانو ته په کار ده چې ښځینه وو ته د سوداګرۍ، زده کړو او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي او پر دوی دې بندیزونه او خپل فرمانونه نه تطبیقوي، ځکه له دوی پرته پرمختګ ناشونی دی او باید چې ښځو ته د ژوند په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي او هم دې نړیواله ټولنه د میرمنو ستونزې واوري او حل لار دې وګوري.»

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني وایي، چې د ښځینه سوداګرو لپاره یې د پخوا په پرتله د کاري جواز اخیستلو په برخه کې ګڼې اسانیتاوې رامنځته کړي دي.

د نوموړي په خبره په تیر ١٤٠٢ لمریز کال کې یې ٦٦٦ ښځینه وو ته د کار جوازونه ورکړي.

حقاني زیاتوي: «مونږ کوښښ کې یو چې ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې د کار کولو زمینه برابره کړو او دغه راز د دوی ستونزو ته حل لار پیدا کړو، په تیر ١٤٠٢ لمریز کال په جریان کې مو ٦٦٦ ښځینه وو په ګډون ٣٦١١ تنو ته کاري جوازونه ورکړي او لاهم کوشش کوو چې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو.»

په ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو چارواکی د ښځینه سوداګرو هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې د دوی کاري جوازونه نه تمدیدیږي.

هغه وایي، چې یاد ریاست ښځینه سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې تازه نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو د سوداګرۍ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه په قانوني بڼه نه ‌دي، بلکې دا محدودیتونه په شفاهي ډول پلي کېږي او د ښځو سوداګریز فعالیتونه یې محدود کړي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (يو اين ډي پي) تېره اونۍ په يوه نوي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې ښځینه متشبثې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو خنډونو او لوړو لګښتونو سره مخ دي.

دې پروګرام په خپل راپور کې ويلي، چې تېر کال په افغانستان کې د ښځو د بوختيا کچه نيمايي ته راښکته شوې او شپږ سلنې ته رسيدلې.

دې بنسټ زياته کړې چې د ښځو تر رهبرۍ لاندې بوختياوې له سترو ننګونو سره-سره «انعطاف پذيري ښيي او د اقتصادي ثبات د مهمو ستنو او د ستونزو ترمنځ د يوه اميد په توګه کار کوي.»

د دې راپور پر بنسټ، کار د ښځو او د هغوی د کورنيو لپاره د «ژغورنې» يوه لار ده او د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۰ سلنې شرکتونه د خپل کار پر عايد د يوې اصلي مالي سرچينې په توګه متکي دي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د ښځو تر مشرۍ لاندې بوختياوې د نورو ښځو لپاره «د اړتيا وړ ډېرې» کاري بوختياوې برابروي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو پر حضور او فعاليت پراخ محدوديتونه لګولي دي.

دې ډلې د سينګارتونونو په ګډون د ښځو تر رهبرۍ لاندې ډېری کارونه تړلي او ښځو ته د نارينه له ملتيا پرته د سفر اجازه نه ورکوي.