close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په بټي کوت ولسوالۍ کې د ورښتونو پر مهال د تندر غورځیدو له کبله یو کس مړ شوی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې دا تندر تېره ورځ مازیګر ناوخته (پنجشنبه، ۶ د غوايي) د شدیدو بارانونو پر مهال د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند«فارم چهار» سیمه کې پر «زیارت ګل» نومي ځایي اوسیدونکي را لوېدلی او مړ شوی دی.

په دې وروستيو کې د ورښتونو پر مهال دا ډول ګڼې پېښې شوې دي چې له کبله يې تلفات هم اوښتي.