close
Photo: @MoDAfghanistan2

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: داعش په افغانستان کې فزيکي حضور نه لري

اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد يعقوب مجاهد له ماليزيايي پلاوي سره په ليدنه کې ويلي چې «د داعش په شمول په افغانستان کې هيڅ مخربه ډله په فزيکي توګه نشته.»

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په دې ليدنه کې چې پرون (پنجشنبه، ۶ د ثور) ترسره شوې، ويلي چې دا ډله به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د سيمې هيوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

محمد يعقوب مجاهد ادعا کړې ده چې پر افغانستان د طالبانو په بيا واکمنېدو سره په دې هيواد کې جګړه په بشپړه توګه ختمه شوې او سراسري امنيت ټينګ شوی دی.

تېره ورځ د طالبانو د باندينو چارو وزير امير خان متقي هم ويلي و چې داعش په افغانستان کې نشته خو د افغانستان درې ګاونډي هيوادونه يې د دې ډلې په ملاتړ تورن کړل.

ده د دې هيوادونو له نوم اخيستلو پرته وويل: «يو د داعش لپاره بشري قوه تياروي. موږ وليدل چې دوی د هيواد په بعضي سيمو کې بريدونه وکړل. يو بل هيواد پر داسې مسير پروت دی چې [مخرب] افراد ترې د امنيت خرابولو لپاره راځي، په داسې حال کې چې يو بل هيواد هغوی ته پټنځايونه، بودجه او د پلان جوړونې مرکزونه برابروي.»

د طالبانو د باندنيو چارو سرپرست وزير زياته کړه: «که دا درې هيوادونه خپل مسوليت عملي کړي، په افغانستان او سيمه کې به هيڅ ستونزه نه وي.»

طالب چارواکي په داسې مهال کې په افغانستان کې د داعش د نشتون په اړه ادعاوې کوي چې لا هم دا ډله په هيواد کې د بريدونو مسوليت پر غاړه اخلي.

دې ډلې په وروستي ځل د شنبې په شپه (۱ د ثور) د کابل په لوېديځ کې په «ګولایی دواخانه» سيمه کې د يوه بريد پړه ومنله او ادعا يې وکړه چې په دې بريد کې يې يو موټر چې د طالبانو د تلاشۍ له ځايه تېرېده په نښه کړی چې شيعه ګان پکې سپاره وو او په موټر کې سپاره لس تنه يې ژوبل او وژلي دي.

په کابل کې د طالبانو امنيې قومندانۍ دا چاودنه منلې وه او ويلي يې و چې دا چاودنه په يوه «مرسيډيس» ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماين له وجې را منځ ته شوې او له امله يې د دې موټر چلوونکی وژل شوی او درې ملکي وګړي ژوبل شوي دي.