close
انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

ارزګان کې د اغاجان بند؛ خلک: که دغه بند جوړ شي وچکالي به ختمه شي

ارزګان کې خلک وايي، د دغه ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان په نوم د اوبو تر ټولو ستر بند چې له تېرو څو لسيزو راهیسې يې حکومتونه د جوړيدو ژمنې کوي، رغيدل به يې ځایي خلک د وچکالۍ او نيستۍ څخه خلاص کړي.

د دغه بند سروې چې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال شوې، تېر جمهوري او د طالبانو اوسني حکومت یې څو وارې د جوړیدو ژمنې تازه کړي، خو لا یې هم عملي چارې نه دي پېل شوي.

ارزګان کې نږدې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، دغه خلک وایي د تېرو څو کلونو پرلپسې وچکالۍ سخت ځپلي، کرنیز محصولات یې زیانمن شوي او دا مهال له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان بند د جوړیدو سروې شوې، خو عملي کار یې لا نه دی پېل شوی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د دغه ولايت د اوسيدونکو په وينا، که دوی ته د اغاجان بند په اساسي ډول ورغول شي دوی او راتلونکي نسلونه به يې د وچکالۍ څخه خلاص او ژوند به يې ښه شي.

د ارزګان اوسيدونکی حاجي محمدزی وایي، وروستيو کلونو کې دغلته د اوبو سطحه ټیټه شوې چې له امله يې وچکالۍ زیاته او خلک له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، چې تېر جمهوري نظام او د طالبانو اوسني حکومت څو ځله د دغه بند د رغيدو ژمنې کړي، خو په عملي ډول هيڅ نه دي شوي.

محمدزي وویل: «زموږ ټولې هيلې يوازې اغاجان بند ته دي د هر چا څخه چې پوښتنه وکړې وايي، که د اغاجان بند راته جوړ شي په ارزګان ولايت کې به وچکالي ختمه شي موږ په تېر حکومت کې هم غوښتني کولې او اوس هم غواړو چې دغه بند دې راته په اساسي  ډول جوړ شي ځکه د دغه بند رغيدل ډير مهم دي.»

واک د طالبانو له رسيدو وروسته د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو پخواني والي مولوي محمدعلي جان احمد ژمنه کړي وه چې د يوې مياشتې په موده کې به د ياد بند د رغيدو چارې پېل شي، خو يادې ژمنې تر اوسه د عمل جامه نه ده اغوستې.

د اغاجان بند لاندې ځمکې. انځور: اطلاعات روز

د بند د جوړیدو پر ځای د سیمې د خلکو ترمنځ اختلاف

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د دې بند چارې د سیمې د خلکو ترمنځ د اختلاف له امله ځنډیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، په سيمه کې يو شمير کسان غواړي چې ياد بند د اغاجان په نوم سيمه کې جوړ شي، خو د ولسوالۍ يو شمير نور اوسيدونکي چې د دغه بند په رغيدو يې کورونه له منځه ځي د یادې پريکړې مخالفت کوي او وایي، چې دغه بند دې د ساحل په نوم سيمه کې جوړ شي.

بلخوا د طالبانو له لوري په تازه سروې کې ثابته شوې، که د اغاجان په سیمه کې بند جوړ شي یو لک او ۵ زره جریبه ځمکه به له اوبو برخمنه او ۱۰۰۰ جریبه ځمکه به د بند کاسه ونیسي ترڅو اوبه په کې ذخیره شي.

ارزګان کې د اوبو د برخې یو انجینر اکبرخان عالم بیا وایي، چې د اغاجان د بند سروې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال شوې او په وینا یې که د یاد بند عملي چارې پېل او بشپړ شي نږدې د ټول ولایت ځمکې به له اوبو برخمنې شي.

هغه وويل: «د اغاجان بند د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې موقیعت لرې که دغه بند جوړ شي ۱۳۰۰۰جريبه ځمکه په په مستقيم ډول  له اوبو برخمنه شي، د ارزګان ولایت د وګړو زیاتوالی، په خپل سر د ژورو څاګانو کیندل او په شمسیانو د زراعت لپاره تر ځمکې لاندې د اوبو را ایستلو سیالۍ او د اوبو بې ځایه کارونه هغه لاملونه دي چې د اوبو د کمښت نننۍ اندېښنه د سبا ورځې د اوبو په ناورین بدلولی شي چې بدبختانه په یاد ولایت کې اکثریت وګړې فعلا ورسره مخ دي او حل لاره يې يواځې په ياد ولايت کې د بندونو جوړيدل دي.»

د انجینرانو له لوري طالب مسوولینو او عامو خلک ته د اغاجان بند په اړه د معلوماتو ورکول. انځور: اطلاعات روز

دغه راز د ارزګان اوسیدونکي وایي، چې دوی د دغه بند د جوړیدو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د دې لایت یو اوسیدونکی دل اغا زیاتوي، که د طالبانو حکومت د بودیجې به برخه کې ستونزه لري دوی چمتو دي چې د ولایت په سطحه یو کمپاین ترسره او د عامو خلکو څخه د دې بند لپاره پیسې راټولې کړي.

هغه وويل: «زموږ د ټول ولايت خلک چمتو دي چې د خپل جيب څخه حکومت ته  پيسې ورکړي ترڅو دغه بند ورباندې جوړ شي اوس خو هغه دی امنيت هم شته تر بل هر وخت د دغه بند د رغيدو لپاره ښه زمينه  برابره ده، نو په کار ده چې کار يې پېل شي.»

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو مسوولین د اغاجان بند د ټول ارزګان لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه بولي او وایي، چې د دې بند جوړیدو ته ژمن او هېله لري چې ژر تر ژره یې د رغیدو چارې پېل شي.

څه موده وړاندې د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي کميسيون پريکړې کړې وه چې په هېواد کې د نورو بندونو ترڅنګ پلان لري چې د اغاجان بند چارې هم پېل کړي.